۱۹ جوزا ۱۳۹۵
کابل: د افغانستان خبريالانو مرکز، د ملي امينت شورا له لوري له کمره دارو الوتونکو وسايلو څخه د ګټې اخستنې منع کول د قانون خلاف او د رسنيو دفعاليت محدونکي ګڼي او د هغې د لغوې غوښتونکي دي.
نن ورځ د داخله چارو وزارت د خبرنامې په نشرولو سره اعلان وکړ چې د ملي امنيت شورا او دهېواد د امنيتي بنسټونو په مشوره له (DroneCamera)څخه ګټه اخيستنه منع اعلان شوې ده.
دغه وزارت ښودلې ده چې د رسنيو کار ته په احترام سره له رسنيو غواړي چې له دغو کيمرو څخه چې امنيتي ستونزې د رامنځته کوي ګټه وانخلي.
مګر د افغانستان خبريالانو مرکز دملي امنيت شورا ددغې فيصلې په غيرقانوني ګڼلو سره په دې باور ده چې دغه اقدام د هېواد رسنۍ د نوې ټکنالوژۍ څخه له ګټې اخيتسنې محروموي. او د هغوی په کار کې د محدوديت د رامنځته کېدو يو ډول شمېرل کېږي.
له دغو ډرون کمېرو څخه ګټه اخيستنه د مختلفو هوايي پېښو د پوښښ د ګټورتيا په دليل، دنړۍ په نورو هېوادونو کې معمول دي او له رسنيو سره مرسته کوي چې په کم مصرف پېښې په مسلکي او پراخه ډول له لوړو ځايونو څخه پوښښ کړي.
د افغانستان خبريالانو مرکز امنيتي ستونزو په درک سره په دې باور دي چې دغه موضوع بايد تر بيا کتنې لاندې ونيول شي او له دغې ټيکنالوژۍ څخه د قانون مطابق د ګټې اخيستنې څرنګوالی په يو روښانه ميکانيزم کې تعريف شي.
دافغانستان امينت شورا کولی شي د قانون مطابق او د امنيتي ننګوونو په نظر کې نيولو سره دغه محدوديت د نظامي يا حساسو دولتي مرکزونو لپاره وضع کړي، مګر د دغو وسايلو په واسطه د رسنيز پوښښ لپاره ګټه اخيستنه د رسنيو په کار کې عملاً د محدوديت له رامنځته کولو څخه شمېرل کېږي او د هېواد رسنيو د عمومي قانون مطابق بايد له منځه لاړ شي.

