۲۳ جوزا ۱۳۹۵
تورنتو: آی فکس، په نړۍ کې د بيان ازادۍ له ۱۰۴بنسټونو څخه جوړ نړيواله شبکې د افغانستان له حکومت څخه غوښتي چې له هر څه ژر تر ژره په افغانستان کې د وژل شويو خبريالانو د دوسيو د وضعيت روښانه کړي.
دغې شبکې ولسمشر، اجرايه رئيس، خارجه چارو وزير، عدليې وزير او د ملګرو ملتونو په علمي او فرهنګي سازمان (يونسکو) کې د افغانستان نمايندګۍ ته په يوه رسمي مکتوب کې ليکلي چې دغه غوښتنه يې د دې شبکې افغانستان خبريالانو غړي او له افغانستان څخه د يونسکو عمومي رئيس د غوښتنې په بې ځوابه کېدو له لارې مطرح کړی دی.
د آی فکس عمومي رئيسه آئي ګيم ويل دي: « په داسې حال کې چې مونږ د بيان ازادۍ او د رسنيو د کارکوونکو د هغې له جملې له ۲۰۰۲کال راهيسې د وژل شويو خبريالانو د تېزو څېړنو په اړه د افغانستان حکومت ژمنې په اساس د ولسمشر محمد اشرف غني وروستی حکم ستايو، تاسو ترغيبوو ترڅو د ددغه فرمان د اجرا لپاره د لمس وړ ګامونه واخلئ او د يونسکو د عمومي رئيس په غوښتنه په اړه ځواب ووايئ.
ميرمن ګيم واضح کړې ده چې په دې اړه به د افغانستان حکومت ځواب د يونسکو د ۲۰۱۶کال راپور کې د « د خبريالانو امنيت او له د جزا د خطر معافيت» په اړه چې ډېر ژر به نشر شي، خپور شي.
هغې له ولسمشر څخه غوښتي دي تر څو اجازه ورکړي چې د افغانستان حکومت د خدمتونو په اړه ارايه شوي معلوماتو ته د خلکو لاسرسي ته لاره هواري کړي.
آی فکس د بيان ازادۍ د مدافع او رواجولو لوي بنسټ دی او مرکزي دفتر يې د کاناډا د تورنتو په ښار کې دی.
په دغه مکتوب کې راغلي دي چې د خبريالانو او رسنيو د کارکوونکو په وړاندې د جرايمو په اړه د نړيوالو دولتونو د ژمنو په اړه دوه کلن راپور جوړيږي، ترڅو هغه اقدامونه چې دولتونه يې د خبريالانو او رسنيو د کارکوونکو لپاره د عدالیت د تامين او د جنايت عاملينو د جزا د معافيت د ختم په اړه روښانه کړې.
د آی فکس د معلوماتو په اساس له ۲۰۰۶کال راپه دې خوا يې په اړه خپل راپور ورکول پېل کول، تر ۲۰۱۵ کال پورې ۷۰۰خبريالان او د رسنيو کارکوونکي وژل شوي چې ددې پېښو ۹۰عاملين له سزا معاف شوي دي.
د افغانستان خبريالانو مرکز موندنې ښايي چې له ۲۰۰۱کال څخه تر اوسه ۶۰خبريالان او د رسنيو فعالان په هېواد کې وژل شوي دي چې زياتره عاملان يې له سزا څخه معاف شوي دي.
د آی فکس نړيوالې شبکې رئيسې ښودلې ده چې دغه وضعيت ښودنه د اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې چې د يوې صلح لرونکې او ديموکراتيکې ټولنې د پرمختګ لپاره ضروري دي د «نهايي سانسورحد» او «شديد محدود کوونکي» ښودنه کوي.
آي ګيم زياته کړې ده« د خبريالانو په وړاندې جرايمو د عاملينو د سزا معافيت فرهنګ رامنځته کېدل، ددغه ډول جرايمو د تکرار لپاره نوره زمينه برابروي، په همدې دليل د سزا معافيت د بيان ازادۍ او اطلاعاتو ته د لاسري په برخه کې لوی تهديد ګڼل کېږي.
ددې مکتبو په پای کې له ولسمشر محمد اشرف غني څخه غوښتي تر څو په دې اړه د هغه کوښښونه د يونسکو ۲۰۱۶کال په راپور کې درج شي، د افغانستان له حکومت څخه تقاضا کېږي چې د ۱۵جون (۲۶جوزا)، په دې اړه اطلاعات يونسکو ته ارايه کړي او د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي ته د رسيدګۍ لپاره د ځواب ورکولو، رهبرۍ او سياسي اراده، په دې اړه چې نور به د افغانستان د بيان ازادۍ باندې نوره حمله نه کېږي، غوره قانوني تګلاره رامنځته کوي.

