كابل، ۸ وږی ۱۳۹۲
د ژورنالیزم پوهنځي نوی درسي نصاب، د هیواد بېلابېلو ولایتونو څخه د ژورنالیزم پوهنځي ۵۰ تنه استادانو په شتون کې، د څلورو همکارو امریکایي پوهنتونو استازو، د یو شمېر رسنیو استازو او مدیرانو او لوړو زده کړو وزارت له لورې تاید شو او ټاکل شوه چې تر دې وروسته به له دې څخه د یو ملي درسي نصاب په توګه ګټه اخیستل کیږی.
د لوړو زده کړو وزارت مسوولینو په وینا د دې نصاب نهایي تصویب څخه د مخه د افغانستان د سولې او جګړې راپور ورکونې انسټیټوټ(IWPR) په تخنیکي او د امریکا سفارت په مالي همکارۍ د روان کال ثور، جوزا او سرطان میاشتو کې په ورته ناستو کې د هیواد بېلا بېلو ژورنالیزم پوهنځیو استادانو له لورې تر بحث لاندې نیول شوی وو.
د دې ملي درسي نصاب چمتو کوونکي وایي چې دا درسي نصاب په نړیوالو معیارونو، د رسنیو د کار اړتیا، د افغاني ټولنې ارزښتونو او په ژورنالېزم باندې متمرکزې ټېکنالوژۍ ته په کتو تنظیم شوی دی.
د ژورنالیزم نوی درسی نصاب په ۱۳۹۰ کال کې د هرات پوهنتون ژونالیزم او عامه اړیکو پوهنځي له لورې د امریکا سن خوزه ایالتي پوهنتون په همکارۍ چتمو شو اوپه ۱۳۹۱ کال کې د بلخ پوهنتون ته وړاندې شو او له دغه کال راهیسې د دې پوهنتون ژورنالیزم او اړیکو پوهنځي کې هم عملي کیږي.
د هرات پوهنتون ژورنالیزم او اړیکو پوهنځي استاد فیصل کریمي د افغانستان ژورنالیستانو مرکز ته وویل چې د لوړو زده کړو وزارت د افغانستان ژورنالیزم درسي نصاب نوي کولو او پراختیا لپاره هڅې شپږ میاشتې مخکې پېل کړې د کابل، هرات، بلخ، شیخ زاهد، او ننګرهار پوهنتون ژورنالیزم پوهنځیو استادانو په درې علمي کنفرانسو کې د هرات او بلخ پوهنتونو له لورې په وړاندیز شوي نصاب باندې بحث وکړ او د دې نصاب مسوده یې طرحه کړه.
هغې وویل: « د دې نصاب ملي کېدو لپاره باید دا د هیواد د ژورنالېزم ټولو پوهنځیو ته رسېدلی وی او په همدې موخه د مختلیفو ولایتونو پوهنتونونو او ژورنالیزم ډیپارټمنټونه کابل پوهنتون کې د درې ورځو لپاره راټول شوي وو او بلااخره یې دا تاید کړه.»
د دې پروګرام مدیر او د کابل پوهنتون ژورنالیزم پوهنځي استاد عبدالقهار جواد وویل چې د ژورنالېزم نوی درسي نصاب « ملي نصاب، تغیر منونکی او مختلف» ترعنوان لاندې د عامه اړیکو او ژورنالېزم ډیپارټمنټونو په شتون کې چمتو شوی دی.»
ددې نوې برنامې په اساس د ژورناليزم پوهنځيو نومونه په ژورناليزم او ټوليزو اړيکو باندې تبديل شو او د ژورناليزم محصلين د سياست، اقتصاد، صحت او چاپېريال ساتنې اوکلتور او هنر په برخه کې تخصص کولی شي.
جواد وویل:« د افغانستان ژورنالېزم پوهنځیو د همغږي کولو کمېټې جوړې شوې دي، ترڅو د اړتیاو ارزولو، د پروګرامونو او معلوماتو شریکول او د دې نصاب د تطبیق برخه کې په ګډه کار وکړي.»
د هغه په وینا د سن خوزه اسټیټ، بال اسټیټ، نبراسکاـ اوماها او آرزونا امریکایي پوهنتونونو د دې نصاب په چمتوکول کې مشورتي او تخنیکي همکاري درلوده.
له دې وړاندې په افغانستان کې د ژورنالېزم پوهنځیو کې سنتي او زوړ سیستم تدریسېده چې د نن ورځ اړتیاو او نړیوالو معیارو سره برابر نه و له د دې رشتې فارغیونو نه شو کولی په مسلکي ډول د ژورنالیزم مهارتونه زده کړي.
په همدې حال کې د ژورنالیزم پوهنځیو مسوولین وایي د درسي موادو کمښت، د رسنیزو وسایلو او امکاناتو نه شتون، د عملي کدرونو کمښت، د کاري فرصتونو او عملي کار محدودیت، کتابونو کمښت او د استادانو لپاره د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه د فرصتونو نه شتون د دې نصاب عملي کولو پر وړاندې لوې ننګونې دي.

