اطلاعاتو او کلتور وزیر د ډله ییزو رسنیو قانون د جنجالي مادو له تطبیق سره هوکړه وکړه.

اطلاعاتو او کلتور وزیر د ډله ییزو رسنیو قانون د جنجالي مادو له تطبیق سره هوکړه وکړه.

کابل، ۱۱ جوزا ۱۳۹۲

د اطلاعاتو او کلتور وزیر سید مخدوم رهین د خبریالانو د څلور کلنو نیوکو او فشارونو وروسته د هیواد د ډله ییزو رسنیو قانون درې جنجالي مادو اجرا کول ومنل.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر د رسنیو او خبریالانو ملاتړ  یو شمېر بنسټونو استازو سره د شنبې په ورځ په هغه ګډه ناسته کې چې مشرانو جرګه کې وه شوه ولیدل.

په دې ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر څخه وغوښتل چې د ډله ییزو رسنیو قانون ۴۲ مې او ۴۳ مادو سره سم د ډله ییزو رسنیو کمېسیون جوړ کړي او د رسنیزو څېړنو لپاره د غیري قانوني کمېسیون فعالیت ته د پای ټکی کېږدي

له خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټونو همداراز د رسنیو عالي شورا قانوني فعالیت باندې په ټینګار سره، د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه غوښتنه وکړه چې د ډله ییزو رسنیو قانون ۴۱ مادې سرې سم په دې شورا کې د خبریالانو د دوه استازو ګډون ومني.

د مشرانو جرګې د شکایتونو کمېسیون اورېدو مشر زلمي زابلي د خبریالانو د قانوني غوښتنو څخه د دې جرګې د قاطع ملاتړ ترڅنګ د اطلاعاتو او کلتور وزیر سید مخدوم رهین څخه غوښتنه وکړه چې د ډله ییزو رسنیو قانون موادو طبیق مخنیوي ته د پای ټکی کېږدي.

د اوږدو خبرو او بحث وروسته، د اطلاعاتو او کلتور وزیر سید مخدوم رهین ومنله چې د خبریالانو ملاتړ بنسټونه رسنیو عالي شورا کې د غړیتوب لپاره خپل دوه انتخابي استازي او ډله ییزو رسنیو کمېسیون غړیتوب لپاره ۷ تنه نور غړي ور وپېژني.

د افغانستان ډله ییزو رسنیو قانون چې په ۱۳۸۱ لمریز کال نافذ شو او د رسنیو د شمېر زیاتېدو وروسته پرې بیا کتنه وه شوه په ۱۳۸۶ کال کې د ولسي جرګې له لورې تصویب شو مګر دریم ځل لپاره په دې قانون بدلون راغلی او په ۵۴ مادو کې تصویب شو.