ولسي جرګې د ډله ییزو رسنیو د قانون تعدیل طرحه تصویب کړه.

ولسي جرګې د ډله ییزو رسنیو د قانون تعدیل طرحه تصویب کړه.

کابل، ۶ تله ۱۳۹۲.

د ولسي جرګې وکیلانو د ۱۳۸۸ لمریز کال ډله ییزو رسنیو قانون د تعدیل مسوده تصویب کړه چې د هغې له مخې به د رسنیزو سر غړونو کمیسیون په رائس کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر ټاکل کیږي

د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي وویل چې د اساسي قانون ۹۷ مادې له مخې یې د دې مسودې درې مادې رایې اچونې ته کېښودې چې د رایو په اکثریت سره تصویب شوه.

د دې مسودې په اساس د ډله ییزو رسنیو قانون ۴۲، ۴۳ او ۴۴ مادو کې تعدیل/ بدلون رامنځته شوی دی.

د ۱۳۸۸ کال رسنیو قانون ۴۲ مه ماده کې راغلي چې د ډله ییزو رسنیو کمېسیون د رسنیو کارونو ښه والي او منظموالي په موخه د ۷ تنو مسلکي، تعلیم یافته او تجربه لرونکو شخصیتونو څخه جوړیږي.

د دې کمېسیون څلور غړي د درې کلونو لپاره او درې تنه نور د دوه کلونو لپاره ټاکل کیږي، مګر د اطلاعاتو او کلتور وزیر د هغې جوړېدو سره مخالفت وکړ او د رسنیزو سر غړونو کمېسیون چې پخواني قانون کې یاد شوی وو پر خپل ځای فعال وساتلو.

د دې قانون ۴۳ مه ماده کې د کمیسیون دندو او واکونو ۹ موردو یادونه شوې ده چې عبارت دي، د رسنیو جوړونکو غوښتنلیک څېړل، د رسنیو له فعالیت څارنه، رسنیزو شکایتونو ته رسېدنه، عدلي بنسټونو ته د رسنیزو سرغړونو او جرمونو سپارل، رسنیو کار کوونکو ته د تخنیکي مشورو ورکول، د ملي راډیو ټلویزیون له مالي، اداري او خپرنیزو چارو څارنه، د ملي راډیو ټلویزیون بودیجه تشریح کړي او د رسنیو عالي شورا کلنۍ غونډې ته یې د راپور وړاندې کول د دندو په توګه راغلي دي.

په دې طرحې باندې د رایې اچونې پر وخت ۱۲۶ وکیلانو شتون درلود چې ۱۲۰ تنو ورته د تاید او ۶ تنو د رد رایو په کارولو سره تصویب شوه.

د شورا له لورې د تازه تصویب شوې طرحې له مخې، د رسنیزو سرغړونو کمېسیون د اطلاعاتو او کلتور وزیر په مشرۍ جوړیږي او د ډله ییزو رسنیو کمېسیون یوشمېر واکونه د رسنیزو سر غړونو کمېسیون ته لېږدول کیږي او د هغوی معاشونه د یو حق په توګه باید هغوی ته ورکړل شي.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر د څلورو کلونو راهیسې د ډله ییزو رسنیو کمېسیون جوړېدو سره چې په قانون کې هم د هغې په جوړېدو ټینګار شوی وو مخالفت کاوه.

د هغه په وینا د ډله ییزو رسنیو قانون کې شته نیمګړتیا له امله دې دا کمېسیون نه جوړیږي.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر په باور دې وزارت پورې د یاد کمیسیون غړونو حقونو ورکړې تړل، د هغې خپلواکي له منځه وړي او دې بنسټ لپاره چې کومې دندې په پام کې نیول شوي دي د هغې له توان پورته دي.

د افغانستان د ډله ییزو رسنیو وسنی قانون په ۱۳۸۱ لمریز کال کې عملي شو، د رسنیو شمېر زیاتېدو وروسته پرې بیا کتنه وه شوه او په ۱۳۸۸ کال کې د بدلون وروسته، په ۵۴ مادو تصویب شو.