کابل، ۷ تله ۱۳۹۲
د افغانستان خبریالانو مرکز، د ولسي جرګې له لورې د ډله ییزو رسنیو قانون تعديل مسودې تاید په اړه د خپلې اندېښنې په شریکولو سره له مشرانو جرګې څخه غواړي چې د خبریالانو اندېښنو په نظر کې نېولو سره د هغې له تاید څخه ځان وساتي.
ولسي جرګې تیره ورځ د دې مسودې په ۴۲، ۴۳ او ۴۴ مادو باندې رایه اچونه وکړه چې د ۱۲۰ تاید او ۶ رد رایو په ترلاسه کولو سره تصویب شوه.
په هغه صورت کې چې د مشرانو جرګې له لورې دا مسوده تاید شي عملي کیږي او د هغې له مخې د رسنیزو سرغړونو کمېسیون د اطلاعاتو او کلتور وزیر په مشرۍ جوړيږي او د هغوي تنخواګانې به د حق الزحمې په توګه ورکول کیږي.
د دې قانون ۴۲ مه ماده کې راغلي چې د ډله ییزو رسنیو کمېسیون باید د ډله ییزو رسنیو کارونو نظم او غوره فعالیت په موخه د مسلکي، لوړو زده کړو لرونکو او خبریالۍ کې د کاري مخینې لرونکو ۷ شخصیتونو له منځه جوړیږي.
د دې کمېسیون څلور غړي درې کلونو لپاره او درې تنه نور د دوه کالو لپاره ټاکل کیږي مګر د اطلاعاتو او کلتور وزیر د هغې جوړېدو سره مخالفت وکړ او د رسنیزو سرغړونو کمېسیون چې پخواني قانون کې یې شتون درلود همداسې فعال وساتلو.
د دې قانون ۴۳ مه ماده کې د کمیسیون دندو او واکونو ۹ موردو یادونه شوې ده چې عبارت دي، د رسنیو جوړونکو غوښتنلیک څېړل، د رسنیو له فعالیت څارنه، رسنیزو شکایتونو ته رسېدنه، عدلي بنسټونو ته د رسنیزو سرغړونو او جرمونو سپارل، رسنیو کار کوونکو ته د تخنیکي مشورو ورکول، د ملي راډیو ټلویزیون له مالي، اداري او خپرنیزو چارو څارنه، د ملي راډیو ټلویزیون بودیجې تشریح کول او د رسنیو عالي شورا کلنۍ غونډې ته یې د راپور وړاندې کول د دندو په توګه راغلي دي.
سره له دې چې په دې قانون کې د رسنیو کمسیون جوړېدل، دندې او واکونه په ښکاره توګه یاد شوي دي مګر د اطلاعاتو او کلتور وزیر په تیرو څلورو کلونو هغه قانون چې پخواني قانون کې راغلی همداسې فعال ساتلی او د ډله ییزو رسنیو کمیسیون جوړېدو څخه یې ډه ډه کړې.
د طلاعاتو او کلتور وزیر استدال کړی چې د رسنیو قانون کې د شته نیمګړتیاو له امله یې دا کمیسیون نه دی جوړ کړی.
د اطلاعاتو او کلتور وزیر په باور دې وزارت پورې د کمېسیون غړو د حقونو تړل د کمېسیون خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي او هغه دندې چې دې بنسټ لپاره په نظر کې نیول شوي دي د هغوی له توانه پورته دي.
د افغانستان د ډله ییزو رسنیو قانون په ۱۳۸۱ لمریز کې نافذ شو او د رسنیو شمېر زیاتېدو وروسته بیا کتنه ورته وه شوه او په ۱۳۸۸ کال کې بدل او په ۵۴ مادو کې تصویب شو او په پای کې د دې کال سرطان میاشتې په ۱۵ مه عملي شو.
د افغانستان خبریالانو مرکز دا طرحه چې د خبریالانو له اندېښنو پرته د اطلاعاتو او کلتور وزیر په غوښتنه تصویب شوې، د ازادو رسنیو فعالیت محدودول او سانسور سره د ولسي جرګې د تائید په سترګه ګوري.
له رسنیو د ازاد فعالیت دا ملاتړی بنسټ د مشرانو جرګې څخه غواړي دا طرحه چې ازادو رسنیو باندې د فشار لپاره طرحه شوې ده رد کړي او د نه رد په صورت کې باید د هغې پایلو ته ځواب ویونکې واوسي.

