پژواک خبري اژانس او د طلوع نیوز خبریاله انیسه شهید د کرونا ناروغۍ پرمهال د خبر رسونې د اتلانو په توګه وپېژندل شو

۲۶ غبرګولی ۱۳۹۹

کابل- د بې پولې رپورټرانو سازمان د پژواک خبري اژانس او د طلوع نیوز خبریاله انیسه شهید د خبر رسونې ۳۰ اتلانو په نړیواله ډله کې شمېرلي دي چې د کرونا د ګواښ خپرېدو له ویرې سره سره ېې په زړه ورتوب راپور ورکړی او په نړیواله کچه ځلېدلي دي.

 

دې نړیوال سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کرونا ناروغۍ بحران ته په اشارې سره ویلي دي چې هر بحران خپل اتلان زیږوي نو په همدې ترتیب په ټوله نړۍ کې داسې خبریالان او رسنۍ شتون لري چې د اطلاعاتو پرمخ کې پر شته  خنډونو برلاسي شوي دي او د کرونا وایروس په اړه خلکو ته معلومات وړاندې کوي.

د افغانستان خبریالانو مرکز پژواک خبري اژانس او اغلې انیسه شهید او همکارانو ته یې د دې ویاړ له امله د مبارکۍ ترڅنګ په دې باور دی، چې په افغانستان کې خبریالانو له سختو شرایطو او د جګړو له امله رامنځته شویو خنډونو او همدارنګه د کرونا ناروغۍ خپرېدو له ګواښ سربیره خلکو ته د کره معلوماتو  په رسولو کې رغنده  رول ترسره کړی دی.

د افغانستان خبریالانو مرکز لومړنۍ ارزونې د دې ښودنه کوي چې په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ خپرېدو له امله لسګونه خبریالان او رسنیز همکاران د کوویډ ۱۹ په ناروغۍ اخته شوي دي او د رسنیو د اقتصادي ستونزو سربیره په زیات شمېر کې خبریالان بې کاره شوي دي او یا هم د میاشتنۍ تنخوا له کمښت او له ځنډ سره مخ شوي دي.

د معلوماتو رسونې اتلانو نوملړ کې د بې پولې ریپورټرانو سازمان، خبریالان، رسنۍ او د نړۍ د نورو هیوادونو له ډلې چین، بحرین، کوموروس، بنګله دیش، گینه، اسواتینی، برازیل، صربستان، الجزایر، اکوادور، اردن، ونزوئلا، بلاروس، کوت دیوآر(ساحل عاجل)، مالیزیا، ایران، توګو، روسیه، هند، اسلونیا اوامریکا هم د کرونا خپرېدو په اړه د معلوماتو د ورکړې له امله ستایل شوي دي.