د کابل رسنیو ۲۳ تنه مسؤل مدیرانو ته د امنیتي تګلارې د جوړونې ښوونیز پروګرام ترسره شو

۳۰ جدي ۱۳۹۸

کابل- د کابل ولایت خبري رسنیو د لا امنیت په موخه د امنیتي تګلارې دجوړونې روزنیز پروګرام چې د خبري رسنیو او کار کوونکو د امنیت ښه والي لپاره پلان شوی و، پای ته ورسیده.

 

یاد پروګرام د خبري رسنیو د امنیت کچې لوړونې په موخه د جوړ شوي ځانګړي کتاب د ویش او تشریح، له یوه بل سره د رسنیو د مدیرانو تجربو شریکول، د ګډون کوونکو د نظرونو او وړاندیزونو راټولول، د رسنیو د امنیت خوندیتوب او د خبریالانو پر وړاندې د ترسره شویو جرمونو له سزا څخه د معافیت ختمولو برخو کې ترسره شو.

د افغانستان خبریالانو مرکز اجرائیوي رئیس او د دې ښوونیز پروګرام روزونکي احمد قریشي وویل چې په دې درې ورځنۍ ښوونیزه دوره کې په کابل کې د ۲۳ خبري رسنیو مسؤمدیرانو د امنیتي تګلارې د جوړونې څرنګوالي، فزیکي، ډیجیټالي او رواني امنیت برخو کې ښوونه ترلاسه کړه.                       

هغه څرګنده کړه چې د افغانستان خبریالانو مرکز به په راتلونکو دوه میاشتو کې د خوست ولایت د رسنیو له مسؤلینو سره د امنیتي تګلارې د جوړونې برخه کې مرسته وکړي ترڅو وکولای شي خپلو کار کوونکو سره پر مشوره داسې امنیتي تګلاره جوړه کړي چې امنیتي اندېښنو ته د ځواب ویلو جوګه شي.

دا پروګرام تیره میاشت پېل شوی او تراوسه کندز، بلخ، بامیان، کندهار، خوست او ننګرهار ولایتونو کې ترسره شوی دی.

په پروان کې د ډله ییزو رسنیو رئیس او په دې پروګرا کې ګډون کوونکي احمد هنایش د رسنیو پر وړاندې ډیردونکو ګواښونو ته په اشارې سره وویل؛ چې هره رسنۍ باید هغه ګواښ او ستونزې په اړه چې ورسره مخ دي او یا یې د پېښدو احتمال وي، خپلو همکارنو سره دې په مشوره امنیتي تګلاره چمتو کړي.