د۸صبح ورځپاڼې اډيټور ته د"مرګ ګواښ"

د۸صبح ورځپاڼې اډيټور ته د"مرګ ګواښ"

یک شنبه ۱۴ جدی ۱۳۹۳

د د۸صبح ورځپاڼې اعلان کړی دى چې غلام حسين سيرت د دغې ورځپاڼې خبريال او د المان غږ دويچه ويله راډيو خبريال ته د مرګ ګواښ شوى دى.

ويل شوي دي چې سيرت وروسته له هغې ګواښل شوى چې موټر يې تازه د کابل له کوټه ي سنګي سيمې څخه سرقت ته تللو.

ګواښونکو چې سيرت ته کوم پېغامونه لېږلي په هغې کې يې سيرت د اسلامي ضد فعاليتونو باندې متهم کړى او ورته ويلي يې دي چې ډېر ژر به يې جهنم ته ولېږي.

د خبر په اساس غلام حسين سيرت تېره اونۍ د پنج شنبې ورځ تر حملې لاندې ونيول شو مګر هغه موټر چې دى پکې سپور و له ساحې وتښتيد يوازې د موټر مخکينۍ ښيښه ماته کړه.

هر څومره چې امنيتي مقامات ددغسې پېښو په اړه په جريان کې اچول شوي اما خبريالانو له دغې حملې وروسته ويلي چې په کابل کې د امنيت احساس نکوي او هره شېبه ددې امکان موجود دى چې تر حملې لاندې راشي.

د هغه يوه اندېښنه دا ده چې کمپيوټر، کيمره، او د اواز د ثبتولو آله په موټر کې تللي او اندېښنه يې وښوده چې ګواښونکي احتمالا له هغه اسناد څخه چې د کمپيوټر په منځ کې دي سوء استفاده وکړي.