د روسيې له سفر څخه د افغان خبريالانو د هيت بېرته راستنېدل

د روسيې له سفر څخه د افغان خبريالانو د هيت بېرته راستنېدل

جمعه ۲عقرب ۱۳۹۳

د خبري رسنيو د بنسټونو او رسنيو د مسٶلانو او افغان خبريالانو يوه ډله چې د يو  شمېر روسي رسنيو د ليدلو او د تجربو د شريكولو په موخه دغه هيواد ته تللي وو تېره ورځ بېرته خپل هيواد ته راستانه شول.

دغه سفر د افغانستان خبريالانو د مرکز په مرسته او په مسکو کې د معاصر افغانستان د مطالعاتو د مركز، د رويا نووستي خبري اژانس په غوښتنه د خلکو د ديپلماسۍ نه د ملاتړ ادارې د تاتارستان د جمهوريت د رسنيو له لوري په لاره اچول شوي وو چې يوه اونۍ وخت يې ونيو.

په دغه سفر کې د هرات پوهنتون استاد فيصل کريمي او د افغانستان خبريالانو مرکز معاون د رئيس هئيت په توګه، دانش کړوخېل د پژواک خبري اژانس رئيس، سيد محمد جواد محسيني د تمدن تلويزيون رئيس، نجيب پېکان په هرات کې د ارزو تلويزيون مسٶل، فهيم دشتي د افغانستان خبريالانو د ملي اتحاديې اجرائيه رئيس، نظري پرياني د ماندګار ورځپاڼې مسٶل مدير، صديق خليق په کندهار کې د هيواد تلويزيون مسٶل، مجيد خلوتګر د نى مٶسسې ريس او د سلام وطندار راډيو د خبري برخې مسٶل نجيب الله اميري حضور درلود.

 

دغه سفر د لاندې برنامې په واسطه تيار شوى و چې ګډون کوونکو بريالى سفر وښود.

۱ـ په مسکو کې د روسيې ريانوستي خبريالانو څخه ليدنه او د هغوى له مقامونو څخه ليدنه.

 

۲ـ د روسيې د څو نړيوالو خبري شبکو څخه ليدنه او هغوى سره د تجربو تبادله کول.

 

۳ـ د روسيې د مخدره توکو د کنټرول د فدرال ادارې له رئيس ويکتور ايوانوف سره ليدنه او خبرې اترې.

 

۴ـ د مسکو په ښار کې ګرځيدنه او له مهمو ځايونو لکه سور ميدان، مسکو برج ... څخه ليدنه.

 

۵ـ قازان ته سفر/ قازان د تاتارستان پايتخت، د سازوژسک جزيرې ته سفر او د قل مسجد څخه ليدنه.

 

۶ـ د تاتارستان د مطبوعاتو وزارت څخه ليدنه، د مطبوعاتو د وزير او د رسنيو د ځينو مسٶلينو سره خبرې اترې.

 

۷ـ له راډيو تلويزيون څخه تر ورځپاڼو او مجلو پورې د تات د رسنيو د ځينو برخو بيا ليدنه.

 

۸ـ د قازان د NHB تلويزيون او څو محلي شبکو څخه ليدنه او د هغوى د مسٶلينو سره خبرې اترې.

 

۹ـ د قازان د فدرال پوهنتون، ژروناليزم پوهنځي او د پوهنتون د تلويزيون څخه بيا ليدنه او د افغانستان او تاتارستان د علمي همکاريو په هکله له هغوى سره خبرې کول.

 

۱۰ـ د روسيې د اسلامي پوهنتون او د هغوى د استادانو او رئيس سره ليدنه.

 

۱۱ـ د قازان د هوشمند ښار څخه ليدنه او د تاتارستان د اطلاعاتي لاسته راوړنو ته نظر.

 

۱۲ـ د قازانذد اى تي پارک څخه ليدنه.

 

۱۳ـ د قازان د همګراد او کيميا اباد د تکنو پوليسو د مختلفو برخو ليدنه.

 

۱۴ـ د تاتارستان د سرمايه اچونې د پراخوالي ادارې له مسٶلينو سره ناسته.

 

۱۵ـ د تاتارستان د تکنو پارک څخه ليدنه او د هغوى له مسٶلينو سره خبرې اترې.

 

۱۶ـ د تاتارستان د ورزش، فرهنګ اکاډمي، او ولګا سيمې څخه ليدنه.

 

۱۷ـ د ځينو وګړو له کورونو څخه ليدنه او د منځنۍ اسيا او روسيې له فرهنګ سره بلدتيا.

 

روسيې ته د افغانستان د خبريالانو او رسنيو د فعالانو د سفر برنامه درې کاله مخکې شروع شوې وه او دا ددغې سفر دريمه دوره وه چې ترسره شوه.