۸ سرطان ۱۳۹۵
کابل: د «پېشګام» په نوم د افغانستان لومړني علمي تلويزون فعاليت تر ماسټرۍ پورې د تحصلي برنامو او سواد اموزۍ د تدريس په هدف پېل شو.
د دويچوله په راپور ددغه تلويزون يو مسؤل ميرزايي ددغه تلويزون په پرانستغونډې کې وويل « د پېشګام تلويزون، د افغانستان د خلکو لپاره د وړيا تدريس په خاطردی. د زياتو جګړو چې اوس هم د تروريزم په نوم د خلکو په غاړه پروت دی په هېواد کې د بې سوادۍ ۷۰په سلو کې ګټور تمام شوی دی.
په عين حال کې چې په افغانستان کې لسګونه خصوصي تلويزونونه نشرات لري او زياتره يې په کابل او لویو ښارونو کې فعال دي، زياتره يې د ورځنيو خبرونو او راپورونو په خپراوي مصروف دي او هندي او ترکي سريالونو خپرول يې زيات وخت په بر کې نيسي، د افغانستان په تلويزونونو کې ښوونيزې برنامې بيخي کمې دي.
د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي چې په دغه مراسمو کې يې ګډون کړی و، ددغه تلويزون د مبارکۍ ترڅنګ وويل هيله مند دی چې د پېشګام مسؤلين هماغه ډول چې ژمنه يې کړې پوهه او خبرتيا کورنيو ته وړاندې کړي«که د خاورې بچيان توانمند نه وي د ځان لپاره کار نه کوي، نوموړي د پيشګام تلويزون له پرانستې وروسته په ځانګړي پېغام چې زمونږ په هر کور کې يو پوهنتون دی مبارکي وويله.»
په عين حال کې ددغه تلويزون بنسټ ګر جاويد سنګدل وويل موخه يې دا نه چې ټول خلک تحصيل وکړي تر څو دکار خاوندان شي، بلکې مهمه داده چې د هېواد د خلکو د پوهې سويه لوړه شي: «زما لپاره دا مهمه نده چې شخص کار لري او که نه، مهمه داده چې ښه او بد، ګټه او تاوان توپير وکړي، مونږ غواړو په لرې کورنيو کې خلک زده کړې ته لاسرسی ولري تر څو د ځان، هېواد او نړۍ په ګټه فکر وکړي.»
سنګدل زياته کړه: «کومه جګړه چې د دين، مذهب، سياست او اقتصاد په نوم په مونږ تحميل شوې ده، نړۍ په دې وخت کې پرمختګ کړیدی. مونږ کوښښ کوو چې څه ډول دغه فاصله طی کړو او يوه باسواد ټولنه ولرو.»
دغه تلويزون د دنيا او د يومف سوئيس تحصلي مؤسسو په همغږۍ په کابل کې فعال دی، خپل خدمتونه ارايه کوي. څه ډول چې زده کړيالان درسي برنامې له لرې په خپلو کورنو کې تعقيب کړي او د ازموينې لپاره دغه دوه مؤسسو ته مراجعه وکړي.
د اطلاعاتو اوکلتور پخواني وزير سيد مخدوم رهين وويل: «۴۰ کاله کېږي چې دغه ملت له زده کړې لرې پاتې شوی دی. نو په دې اساس بايد زيات کوښښ وشي چې دغه وحشتناکه کمی له هر څه ژر جبران کړو.»
ددغه تلويزون د خپرونو په پيليدو ځوانو محصلينو وويل: په هغه صورت کې چې دتلويزون مسؤلين خپلو ژمنو باندې عمل وکړي او ښې تحصلي برنامې ولري، د ځوانانو تحصلي سويه لوړيږي. د شاهدالله په نوم يو محصل وويل: « د هغه تلويزون لرل چې له مونږ محصلينو سره د څېړنو او علمي مسائلو په تشريح کې مرسته کوي زمونږ لپاره ډېر ګټور دی.»

