كابل، ۱۳ ثور ۱۳۹۱
د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو د اروزنې کمیسیون خبر ورکړ چې د نورین غیر دولتي ټلویزیون خبریال نستوه نادري دوسیه یې د "رسنیزې سرغړونې" له امله څارنوالۍ ته استولې ده.
نستوه نادري د نورین ټلویزیون د "سرزمین من" جنجالي خپرونې چلوونکی د ثور په ۲یمه د شنبه مازیګر لویې څارنوالۍ ته وغوښتل شو او له هغه وخته تر اوسه په زندان کې دی.
د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو ارزونې کمیسیون غړي وحیدالله غروال پژواک ته وویل چې د نورین ټلویزیون یوې خپرونې چلوونکی د دې ټلویزیون په یوه خپرونه کې د کابل ښاروالي او د ټرانسپورټ او هوا پېژندنې وزارت یې په فساد ککړ ګڼلي وو.
د ده په وینا، د کابل ښاروالۍ او ټرانسپورټ وزارت دې کمېسیون ته له نستوه نادري څخه شکایت کړی و.
غروال وویل: "د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو ارزونې کمیسیون غړو په یوه ناسته کې د رایو په توافق د نستوه نادري کړنه د هېواد د ټولیزو رسنیو له قانون څخه سرغړاوی ګڼلی او د ده دوسیه یې د تعقیب لپاره لویې څارنوالۍ ته واستوله."
د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو ارزونې کمیسیون دې غړو زیاته کړه چې نستوه نادري باید له قانون سره سم د کابل ښاروال او ټرانسپورټ او هواپېژندنې وزارت پر وړاندې خپله ادعا په محکمه کې ثابته کړي.
خو مسوولانو او نستوه نادري ته نږدې کسانو ویلي چې دی د کابل ښاروال یونس نو اندیش سره له یوې ټلویزیوني جنجالي وینا وروسته د څارنوالۍ له لوري راوغوښتل شو او تر څارنې لاندې ونیول شو.
د نورین ټلویزیون د خبر برخې مسوول حمیدالله نورزاد وویل چې نستوه نادري مخکې له دې چې سرغړونه یې ثابته شي په غیر قانوني توګه ونیول شو.
ده تایید کړه چې د کابل ښاروالۍ په اړه یو انتقادي راپور د نستوه نادري په وسیله په "سرزمین من" خپرونه کې خپور شوی دی خو تر اوسه دې ټلویزیون د ټرانسپورټ او هوا پېژندنې وزارت په اړه کومه خپرونه نه ده لرلې.
نستوه نادري د ۱۳۸۸کال د قوس میاشتې په ۲۵مه د چهارشنبه په ورځ هم د پارلمان د نمایندګانو د کړنو په اړه له یوې انتقادي خپرونې وروسته د کابل پولیسو له لوري نیول شوی و.
په ځينو رسنیو کې د ایران او پاکستان له نفوذ څخه د افغانستان ملي امنیت اندېښنه څرګنده کړه

