د افغانستان په ټلویزیونونو کې د ښځینه کار کوونکو له لوري د "سر لوڅوالي او ډېر ارایش" منعه

د افغانستان په ټلویزیونونو کې د ښځینه کار کوونکو له لوري د "سر لوڅوالي او ډېر ارایش" منعه

كابل، ۲۳ دلو ۱۳۹۰

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت په یوه خبرپاڼه کې په بېلابېلو ټلویزیوني شبکو کې د خپرونو ښځینه چلوونکو ته امر وکړ چې باید له لوڅ سر او ډېر ارایش څخه ډډه وکړي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د ملي ټلویزیون له لوري خپره شوه او په متن کې یې چې د دولت په رسمي اژانس باختر کې خپور شوی، راغلي چې د خپرونو ښځینه چلوونکې باید "اسلامي اخلاق او ملي کلتور" مراعات کړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي دي: "د انځوریزو رسنیو د تاسیس له وخته یې هڅه کړې ده چې د اساسي قانون او ټولیزو رسنیو له قانون سره سم د ملي کلتور او اسلامي اخلاقو جدي مراعاتولو اړتیا ټولو رسنیو ته ورسوي؛ نو له همدې امله له ټولو رسنیو څخه جدي غوښتنه کیږي چې د ښځینه خپرونو چلوونکیو د لوڅ سر او ډېر ارایش څخه ډډه وکړي."

د دې خبرپاڼې په ادامه راغلي دي: "ښځینه خبریالانو ته هم سپارښتنه کيږي چې له اسلامي او ملي کلتور سره سم د درنو جامو اغوستل چې د دوی وقار او شخصیت هم زیاتوي، په جدي توګه مراعات کړي."

په تېرو لسو کلونوکې په افغانستان کې بېلابېلو رسنیو په ځانګړې توګه خصوصي ټلویزیونونو د پام وړ وده کړې ده چې په دې رسنیو کې ډېر شمېر ښځینه هم کار کوي.

اوس په کابل او بېلابېلو ولایتونو کې ۴۴ خصوصي ټلویزیونونه فعالیت کوي.

د تېر کال په دلوه میاشت کې هم د رسنیزو سرغړونو ته د رسېدنې او شکایتونو ارزونې کمیسیون، خصوصي ټلویزیونونو ته اخطار ورکړ چې که غیر مجازو انځورونو خپرولو ته ادامه ورکړي تر قانوني تعقیب لاندې به راشي.

دې کمیسیون د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزیر سید مخدوم رهین تر مشرۍ لاندې به یوه غونډه کې، «د لوڅو او نیمه لوڅو صحنو خپرول د شرعي موازینو خلاف، د افغانستان د رواجونو ماتوونکې او د عادي ژوند د مسیر د بدلون لامل» وګڼلو.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي وو چې دا موضوع د خلکو د شکایتونو له امله تر ارزونې لاندې نیول شوې.

د افغانستان د رسنیو قانون چې په ۱۳۸۶کال کې د ولسي جرګې (پارلمان) له لوري تصویب شو، له خپرولو مخکې او وروسته هر ډول سانسور یې منع کړ خو په دې قانون کې راغلي چې هره خپرونه یا مطلب چې د افغانستان اسلامي عقیدو او مقدساتو ته پکې توهین شوی وي، منع دي.