د خبريالانو سره د ولسمشر چلند د نه منلو او اندېښنې وړ دی.

د خبريالانو سره د ولسمشر چلند د نه منلو او اندېښنې وړ دی.

۲۰ وري ۱۳۹۶

کابل: د افغانستان خبريالانو مرکز د نن ورځې خبري ناسته کې د کورنيو رسنيو خبريالانو سره د ولسمشر چلند د نه منلو او سختې اندېښې وړ ګڼي.

محمد اشرف غني نن له غرمې وروسته په يوه خبري ناسته کې چې په ارګ کې جوړه شوې وه؛ اسټراليا، اندونيزيا او سنګاپور ته د خپلې وروستې دورې په اړه خبرې وکړې.

نوموړی چې وروسته له څو مياشتو يې په يوې خبري غونډې کې ګډون کړی و؛ له يوې اوږدې وينا وروسته د خبريالانو پوښتنو ته د ځواب ويلو لپاره چمتو شو.

مګر ولسمشر د اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون چې خپله يې توشيح کړی او د خپلو کاري وياړونو له جملې يې ګڼي؛ بر خلاف د طلوع نيوز خبريال ته يې اجازه ورنکړه چې د سفر دورې له پروګرامه بهر پوښتنه وکړي.

نوموړي د آريانا نيوز له خبريال سره هم ورته چلند وکړو؛ مګر د قطر الجزيره تلوېزيون خبريال پوښتنې ته چې له د هغه له سفر سره يې هيڅ اړيکه نه درلوده؛ ځواب ورکړو.

د افغانستان د خبريالانو مرکز د کورنيو رسنيو خبريالانو سره د ولسمشر دا چلند؛ سپکوونکی، د نه منلو وړ او کلک اندېښمنوونکی ګڼي او د هېواد د لومړي شخص په توګه ترې غواړي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون ته چې خپله يې توشيح کړی دی؛ درناوی وکړي او د بيان آزادۍ حق محدود نه کړي.

طبيعي ده چې د دا ډول چلندونو دوام د داسې شخص په توګه چې د آزادو رسنيو د ملاتړ او د بيان د آزادۍ حق په برخه کې يې پر خپلې ژمنتيا ټينګار کړی دی؛ موقف ته يې جدي زيان رسوي او د هېواد د رسنيزې ټولنې د ناخوښۍ سبب ګرځي.