اشرف غني: د بيان ازادي د معاملې وړ نده

اشرف غني: د بيان ازادي د معاملې وړ نده

۲ دلو ۱۳۹۴

کابل: د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د طلوع تلويزون په کارکوونکود ځانمرګي بريد په غبرګون په يو ويډيويي پېغام کې ويلي دي چې د بيان ازادي د معاملې وړ نده او بايد په اساسي ډول ورته درناوی وشي اوعملي شي.

د چهارشنبې ورځ د جدي په ۳۰يو ځانمرګي حمله کوونکي د موبي رسنيو د کارکوونکو ډلې وړونکی ملي بس په کابل کې تر هدف لاندې ونيو چې په پايله کې يې اووه نفره ووژل شول او څه کم ۲۵نفره زخمي شول.

ددغې پېښې مسؤليت د طالبانو ډلې په غاړه واخيست. له دغې حملې څو ساعته وروسته ارګ د يوې خبرپاڼې په خپرولو دغه پېښه وغندله.

نن جمعې ورځ د دلوې ۲ په کابل کې د رسنيو په کارکوونکو د ځانمرګي بريد دوه ورځې وروسته دافغانستان ولسمشر په دې اړه ويډيوي پېغام نشر کړ.

محمد اشرف غنی در این پیام خطاب به مردم افغانستان گفته است که آزادی بیان در "وثیقه ملی ما" گنجانیده شده است. رئیس جمهوری افغانستان همچنین گفته است که حمله روز چهارشنبه "تنها حمله بر خبرنگاران ما نبود، حمله بر قانون اساسی ما بود و حمله بر ارزش‌های والای ما بود."

محمد اشرف غني په دې پېغام کې د افغانستان خلکو ته په خطاب کې ويلي دي چې د بيان ازادي ته په «ملي وثيقه» کې ځای ورکړل شوی. د افغانستان ولسمشر همدارنګه وويل چې «د چهارشنبې حمله يوازې پر خبريالانو حمله نه وه، بلکې زمونږ په اساسي قانون او ارزښتونو حمله وه.»

ولسمشر زياته کړې ده چې هغه او دولت يې ژمن دی چې د بيان له ازادۍ څخه ساتنه وکړي.

محمد اشرف غني ويل دي چې د موبي رسنيزې ډلې وژل شوي خبريالان «افغانستان امنيتي شهيدانو او د ازادۍ لارې شهيدانو مقام» ترلاسه کړی دی.

د هغه په وينا دولته د هغوی کورنيو ته د دولتي امکاناتو په دوامداره لاسري او د هغوی بچيآنو ته د راتلونکي په تامين کې ژمن دی.

د افغانستان ولسمشر د دغه هېواد له وګړو وغوښتل چې له يو بل سره په يو غږ شي او هغه اشخاص چې صلح نه قبلوي حاشيې ته وغورځوي.