کابل، دوشنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۱
د افغانستان ولسي جرګې/ نمایندګانو مجلس غړي بکتاش سیاوش د دې مجلس د علني ناستو محدودیت او سانسور ته د ادامې ورکولو له امله غذایي اعتصاب وکړ.
دا ځوان چې په خپلو کارونو کې رسنیزه کاري سابقه هم لري، د مجلس له ساختمان څخه بهر یې د دوشنبې ورځې له لسو بجو څخه د خېمې په درلو خپل نامالوم غذایي اعتصاب پیل کړ.
سیاوش تېره اونۍ خبر ورکړی و چې د ولسي جرګې د علنې ناستو د سانسور ادامه د بیان ازادي تر سوال لاندې راوستلې ده او که دا وضعیت ادامه وکړي د مجلس په ناستو کې به ګډون ونه کړي او د غذا په اعتصاب پورې به لاس پورې کړي.
د ده په وینا، د مجلس د علني ناستو سانسور په افغانستان کې د یوه لوی پروګرام برخه ده چې باید هغه پای ته ورسیږي.
له دې سره په یوه وخت د افغانستان بېلابېلو رسنیو اعلان وکړ چې د دې محدودیتونو او سانسور د ادامې له امله به د اعتراض په توګه د مجلس ناستې تحریم کړي.
پژواک خبري اژانس راپور ورکړی چې د دې اژانس خبریال له دې امله چې د خبریالانو په نمایندګي یې د محدودیت او سانسور ته رفع کېدو پورې د دې مجلس د ناستو د تحریم غوښتنه کړې وه، د ولسي جرګې دارالانشا د رییس خدای نظر نصرت له لوري تهدید شوی دی.
په دې راپور کې راغلي چې نصرت د پژواک خبریال اباسین زهیر ته راپور ورکړی چې دی به د "مجلس ناستو د تحریم لپاره د خبریالانو د تحریک" له امله څارنوالۍ ته معرفي کړي.
په ولسي جرګه کې د کابل نماینده رمضان بشر دوست هم په وضع شوي محدودیت او سانسور نیوکه وکړه او ویې ویل چې دی به هم د دې وضعیت په ادامه حاضر نه دی چې د دې مجلس په غونډو کې ګډون وکړي.
دا محدودیتونه یوه میاشت مخکې د انځور او غږ ثبتولو مرکز په ګټې اخیستنې ته سپارلو سره چې د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې په مرسته جوړ شوی، پیل شول.
د مجلس اداري پلاوي له دې اعلان سره چې خبریالان وروسته له دې کولای شی د اړتیا وړ مالومات له دې مرکز څخه ترلاسه کړي، په علني صحنه کې یې د دوی شتون منع کړ.
مګر خبریالان د دې تصمیم په اړه په شدت سره متعرض دي چې باید د علني غونډو اړوند خبرونه او انځورونه به د مجلس تر کنټرول لاندې یوه مرکز له لوري ورکول کیږي.
په وروستیو کلونو کې خبریالانو اجازه درلوده چې د غونډې علنې ناستې وویني او خپرې یې کړي، خو دا پروسه له کابو یوه نیم کاله راوروسته لیږ لیږ د خوبولو نمایندګانو او شخړې یا فزیکي شخړو د خپرولو له امله له محدودیتونو سره مخ شوه.
په مجلس کې د نوي رسنیز مرکز جوړولو سره دې محدودیتونو رسمي بڼه خپله کړه.
د دې مرکز له لوري د اسد په ۱۴مه د سانسور یوه ښکاره نمونه د پخوانیو دفاع او کورنیو چارو وزارت د وزیرانو استیضاح مراسمو په ژوندۍ بڼه خپرونه کې ځینو نمایندګانو یو له بل سره شخړه وکړه او نشرات قطع شول او خبریالانو ونه شو کولای چې موضوع په سمه توګه خپره کړي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز هم د ولسي جرګې له لوري محدودیت د ټولیزو رسنیو له قانون څخه ښکاره سرغړاوی ګڼي چې د هغه په څلورمه ماده کې مالوماتو ته د لاسرسي په برخه کې د محدودیت وضع کول يې غیر قانوني ګڼلي دي.
دا مرکز د بکتاش سیاوش او خبریالانو د اعتراض کوونکو له نمایندګانو ملاتړ کړی او له دې مجلس غواړي چې هر څومره ژر اوسني محدودیت او سانسور ته د پای ټکی کېږدي.

