کابل، ۶ دلو ۱۳۹۲
د غیري دولتي راډیو ویاند او د خپرونو چمتو کوونکی محمد شاهد نعیمي د یکشنبې په سهار په یوه ځانمرګي بريد کې ژوند له لاسه ورکړ.
د سبا خپرنیز مرکز رئیسې سلما سوري چې نوا راډیو د هغې تر پوښښ لاندې فعالیت کوي د افغانستان خبریالانو مرکز ته وویل چې محمد شاهد نعیمي په هغه حمله کې چې سهار شاوخوا ۳۰ :۷ بجې د کابل ختیځ کې د کارته نو سیمه کې وه شوه ووژل شو.
د هغه په وینا، نعیمي خپل کار ځای ته تګ لپاره د دې رسنۍ ځانګړي موټر لپاره په منتظر و چې چاودنه شوې ده.
د ملي دفاع وزارت ویاند محمد ظاهر عظیمي وایي د دې ځان وژونکې بريد موخه، د ملي اردو سرتیري و چې غوښتل یې دندې ته لاړ شي.
د عظیمي د معلوماتو له مخې د دې حملې له امله دوه ملکیان او د ملي اردو دوه سرتیري وژل شوي دي او ۲۲ تنه نور چې زیاتریه یې غیري نظامیان دي ټپي شوي دي.
د افغانستان خبریالانو مرکز د محمد شاهد نعیمي کورنۍ، سبا خپرنیز مرکز کې د هغه همکارانو او د هیواد رسنیو ټولنې ته او همدارنګه د دې پېښې نورو قربانیانو او ټپیانو سره د غمشریکۍ ترڅنګ، د دې تروریستي پېښې پېښېدل په کلکو ټکو غندي.
د خبریالانو او بیان ازادۍ ملاتړ دابنسټ د افغانستان له حکومت څخه غواړي د هغه کسانو پر وړاندې چې ویره او حشت خپروي له زغمه کار وانه خلي او د یوې شومې پدیدې په توګه تروریزم سره چې هیڅ سرحد نه لري او له ټولو اقشارو قرباني اخلي د مقابلې لپاره په کلکه توګه عمل وکړي.

