کابل۲۶ لېندۍ ۱۳۹۶
د افغانستان خبريالانو مرکز د ټاکنو کمېسيون د مرستيالې همکار له خوا د خورشيد تلوېزيون خبريال او انځور اخېستونکي وهل ټکول د قانون او انساني کرامت پر ضد اقدام په توګه؛ غندي.
د خورشيد تلوېزيون خبريال اميد دولت زی چې تېره ورځ د راپور جوړولو لپاره د ټاکنو کمېسيون دفتر ته تللی و؛ وايي چې د ټاکنو کمېسيون مرستيالې وسيمه بادغيسي څخه د غير قانوني ګمارنو د پوښتنې وروسته؛ د مېرمن بادغيسي له تند غبرګون سره مخ شوی دی.
د دولت زي په وينا، له دې وروسته د کمېسيون مرستيالې همکار د هغه او د تلوېزيون انځور اخېستونکي سير يونسي په وهلو ټکولو پيل کړی او هغوی يې له وسلې په ګټې اخېستو ګواښلي دي.
تر اوسه وسيمه بادغيسي په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی.
د افغانستان خبريالانو مرکز د دې اقدام د غندنې تر څنګ له اړوندو ارګانونو غواړي چې دې غير قانوني او د انساني کرامت ضد پېښه په جدي ډول وڅاري او عامل/عاملين يې تر قانوني څېړنو لاندې ونيسي.

