جمهوري رياست بايد له خبريالانو سره د ولسمشر د ساتنې ټيم سپکوونکی چلند جدي ونيسي.

کابل ۲۶ لېندۍ ۱۳۹۶

 د افغانستان د خبريالانو مرکز په کابل کې د ولسمشر د ساتنې ټيم له خوا د خبريالانو سپکاوی او له يوې پېښې له پوښښ څخه د هغوی منع کول غندي او له جمهوري رياست غواړي چې دا مسئله چې مخکې هم په ځلونو تکرار شوې ده؛ جدي ونيسي.

تېره ورځ د بېلابېلو رسنيو يو شمېر خبريالان او انځور اخېستونکي چې د يو نندارتون جوړېدو د خبري پوښښ لپاره د لوړو زده کړو وزارت ته تللي و؛ د ولسمشر د ساتنې ټيم (PPS) له خوا چې لومړۍ مېرمن رولا غني (بي بي ګل) سره و؛ د سپکاوي سره مخ شوي او نندارتون ته له ورتګه منع شوي دي.

د افغانستان خبريالانو مرکز د ولسمشر د ساتنې ټيم دا اقدام په کلکو ټکو غندي او د دې پېښې د عاملينو سره د قانوني چلند غوښتونکي دي.

دا بنسټ په ورته وخت کې له جمهوري رياست غواړي چې خبريالانو سره د ولسمشر د ساتنې ټيم دا له سپکاوي ډک چلند چې له تاوتريخوالي سره برابر دی او په ځلونو تکرار شوی دی؛ جدي ونيسي او د خبريالانو د انساني او کاري حقونو په برخه کې هغوی ته د زده کړو زمينه برابره کړي.