کابل، ۹ سرطان ۱۳۸۹
د خبريالانو په وړاندې د هېواد د ازادۍ ورځې د لمانځنې په جريان کې د لوړو مقاماتو د بې اعتنايي په اړه د جمهوري رياست دفتر خواشيني ښودلې ده.
پنجشبنه د اسد ٢٨ د هېواد د خپلواکۍ ٩١ کليزې سره برابره ده، لسګونو خبريالانو د سهار له شپږو څخه تر نهو بجو پورې د مراسمو ځای ته د ننوتلو په خاطر د دفاع وزارت دروازې شاته په انتظار پاتې شولی.
خبريالانو د ډېر تکليف او د مقاماتو د بې اعتنايي په سبب ددغه مراسمو د نه خپرولو تصميم ونيو او ځای يې پرېښود.
له دې نه علاوه يو شمېر خبريالانو په لاره کې د مراسمو تر ځای پورې له ستونزو شکايت درلود.
په هغه خبرپاڼه کې چې د جمهوري رياست د وياند دفتر خپره کړې ده راغلي دي چې « جهموري رياست د خبريالانو په وړاندې د هېواد د ازادۍ لمانځنې مراسمو ځنډېدل او ګډوډيدل چې د دغو مراسمو د خبري پوښښ لپاره دعوت شوی و خواشيني څرګندوي.»
په خبر پاڼه کې راغلي دي چې د ولسمشر د وياند دفتر او د حکومت د رسنيو او اطلاعاتو مرکز د رسنيو ارزښت په درکولو، د مطبوعاتو ازادۍ ته په احترام او خلکو د خبرولو په برخه کې د هغوی د ګټور رول په درک کولو سره تل کوښښ کړی چې خبريالانو ته لازمې اسانتياوې برابرې کړي او په راتلونکي کې به هم کوښښونه دوام ولري.
د افغانستان د عمومي رسنيو قانون د څلورمې مادې مطابق دولت د رسنيو ازادي حمايت، تقويت تضمينوي او نشي کولی د رسنيو ازاد معلوماتي او خبري فعالیت تحريم، سانسور يا محدود کړي مګر د قانون مطابق.
د افغانستان خبريالانو مرکز داطلاعاتو ته د لاسرۍ په برخه کې د هر ډول محدوديت په غندلو سره د افغانستان له دولت څخه غواړي چې د عمومي رسنيو دقانون مطابق د خپلو ژمنو په اساس په دې برخه کې پابند اوسي او د ورته وضعيت له رامنځته کولو ځان وساتي.

