۲۰ میزان ۱۳۹۴
کابل: د افغانستان دخبريالانو مرکز، د طلوع او يک تلويزونونو په اړه د طالبانو اعلامي په کلکه غندلې او هغه يې د افغانستان د ټولو ازادو رسنيو تهديد ګڼلی دی.
طالبانو نن ورځ په هغه اعلاميه کې ددغې ډلې د نظامي کمېټې په امضا سره د دوی رسمي ويب پاڼې څخه نشر شوې ده، د طلوع او يک تلويزون له لوري په کندز کې د روان جنګ د پوښښ په اړه ده.
دغې ډلې ياد تلويزونونه د امريکا له سفارت څخه د مالي مرستې په اخيستلو تورن کړي دي، او هغوی يې د غربي کلتور، بې حجابۍ او فساد رواجولو لامل ګڼلی او ويلي دي چې د دروغو خبرونه نشروي.
په دغې خبرپانه کې په ځانګړي ډول ددغو دواړو تلويزونونو له لوري د کندز جنګ پوښښ ته اشاره شوې ده او راغلي دي چې دغو رسنيو په خپلو ريپوټونو کې د طالبانو غړي د کندز پوهنتون په ليله کې کې په تعليم کونکو انجونو باندې په جنسي تيري تورن کړي. په داسې حال کې چې د طالبانو په وينا ځايي خلک وايي چې انجونې د لوی اختر په مناسبت خپلو کورنو ته تللې وې. او ښار ته د دوی په داخليدلو سره هيڅ يوه يې هم په ليله کې نه وه.
طالبانو ددغې موضوعاتو په يادولو سره دا ښکاره کړي دي چې له دې وروسته به يادې رسنۍ د دوی نظامي هدف وي.
دغې ډلې ليکلي دي: « له دې وروسته ددغو تلويزونونو هيڅ کارکونکی، وياند، دفتر، خبري ټيم او خبريال خوندي نه وي او د طالبانو له لوري به تر هدف لاندې نیول کېږي.»
په وروستي يوه لسيزه کې له هر څه زيات خبريالان او د رسنيو فعالان په افغانستان کې په غيرمستقيم ډول د طالبانو له لوري تر هدف لاندې نيول شوي،خو دا لومړی ځل دی چې دغه ډله په رسمي ډول د هيواد دوه فعالې رسنۍ تهديدوي.
د افغانستان دخبريالانو مرکز د طالبانو د دغه اقدام په غندلو سره په دې باور دي چې د طالبانو دغه ويره اچونکی حرکت نه يوازې د طلوع او يک تلويزون تهديد دی، بلکې د افغانستان د ټولو رسنيو لپاره يو تهديد ګڼل کېږي.
دغه مرکز په دې باور دی که چېرته طالبانو ددغو دوه رسنيو د پوښښ په اړه کومه نيوکه درلوده بايد په صلح اميز ډول يې مطرح کړي.
د افغانستان دخبريالانو مرکز، ياده اعلاميه د طالبانو له لوري په واضيح ډول د تاوتريخوالي د زياتولو او د غيرنظامیانو تر هدف لاندې نيول په ګوته کوي او د افغانستان له حکومت او نړوالو ساتونو غواړي چې دغه وضعيت جدي ونيسي او د دغو دواړو رسنيو د کارکوونکو امنيت خونديتوب تامين کړي.

