۱ عقرب ۱۳۹۴
کابل: مجيد سعيدي د «افغانستان د مناقشې خاوره» پروژې په انځور سره د فرانسې د « فوتو ريپورتر» د لمانځغونډې جايزه واخيسته.
دا نندارتون هر کال د فرانسې په شمال کې ترسره کې.ي او د انځورګرانو له لوري د بهترينو پروژو په ارايه کولو سره هغوی ته جايزې ورکوي. مجيد سعيدي ايرانی اشنا نوم چې په افغانستان کې د کار کولو سابقه لري په روان کال کې د «افغانستان د مناقشې خاوره» په نوم پروژې په عنوان چې يو له لسو غوره جايزه وړونکو څخه وشمېرل شوه او ددغې جشنوارې د ۱۰زره يورو په ګټلو بریالی شو.
مجيد چې کوم عکسونه ددغې جايزې لپاره وړاندې کړي و، د روان کال په اوړي کې د ملي اردو سربازانو له لوري د کندز، بدخشان، کابل، بلخ او قندهار په ولايتونو کې اخيستل شوي و.
دغه انځور اخيستونکی د هغه خبريالانو له جملې څخه دی چې په سختو شرايطو کې د هيواد له ملي اردو له ځواکونو سره يو ځای شوی او بریالی شوی دی چې د افغانستان د امنیتي دفاعي ځواکونو وړتياوې د اکثره بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته نندارې ته وړاندې کړي.
په روان کال کې د نړۍ له ۴۰ هيوادونو څخه ۳۰۰انځور اخيستونکي د خپلې عکاسۍ پروژې دغه هنري نندارتون ته د ګډون په موخه لېږلې وي او په اخير کې پر مجيد سربېره د فرانسې، سويډن، ايټاليا، نيوزلنډ، اسپانيا، روسيه، جنوبي افريقا، سکاټلنډ او روسيې انځور اخيستونکو هم ددغه پروژو ګټونکي معرفي شول.
سعيدي د طالبانو د رژيم له سقوط نه وروسته په افغانستان کې ژوند کړی. هغه مخکې له دې د طالبانو د حکومت په دوره کې هم په افغانستان کې کار کاوه. هغه تر اوسه د چين د خبري انځور نړيوال نندارتون، World press photo، او د رابرت اف کندي په شمول د نړۍ مشهورې جايزې لاسته راوړي دي.
مجيد سعيدي کاري خپل کاري فعاليت په ۱۳۶۹لمريز کال د ايران په شمال کې د مهيب رودبار د زلزلې په فلمبردارۍ سره شروع کړ او له هغه وخته تر اوسه يې په ايران کې له ډېرو نړيوالو رسنيو سره کار کړی دی.

