کابل ۷ مرغومي ۱۳۹۶
د افغانستان د خبريالانو مرکز د افغان غږ خبري آژانس، تبيان فرهنګي مرکز پر ودانۍ ننۍ وژونکی ځانمرګی بريد چې په ترڅ کې يې يو خبريال مړ او لږ تر لږه ۱۱ تنه خبريالان او د رسنيو کارکوونکي ټپيان شول؛ په کلکه غندي.
د افغان غږ خبري آژانس (آوا) مسئول سيد حسن حسيني د افغانستان خبريالانو مرکز ته وويل چې د سهار شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې لومړی يو ځانمرګي بريد ګر خپلو چاودېدونکو توکو ته د دې آژانس په ودانۍ کې د زدکړيالانو په يو علمي او څېړنيزه ډله کې چاودنه ورکړه.
د هغه په وينا دا ناسته په د مرغومي په شپږمه ( په افغانستان د شوروي د سرو لښکرو بريد) د بحث لپاره په تبيان فرهنګي مرکز کې چې د افغان غږ خبري آژانس په ودانۍ کې شتون لري؛ جوړه شوې وه او يو شمېر خبريالان هم د راپورونو د چمتو کولو لپاره هلته موجود وه.
حسيني زياته کړه چې په دې چاودنې پسې د ودانۍ بيرون دوه نورې چاودنې هم رامنځته شوې.
د افغان غږ خبري آژانس مسئول ياده کړه چې د دې بريد لامله د جمهور خبري آژانس خبريال سيد مهدي حسيني وژل شوی او ۱۱ تنه خبريالان چې نهه يې د دې رسنۍ او دوه د شمشاد تلوېزيون و؛ ټپيان شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت ويلي چې د دې چاودنو لامله لږ تر لږه ۴۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.
د افغانستان د خبريالانو مرکز اجرايوي رئيس احمد قريشي په يوه بيانيه کې ويلي: «دا وحشي بريد نه يواځې پر افغان غږ خبري آژانس؛ بلکې د افغانستان په ټولو رسنيو بريد دی او په کلکه يې غندو.»
نوموړي زياته کړه:« په افغان غږ کې زمونږ د همکارانو او د نورو قربانيانو د پاتې شويو کورنيو سره د همدردۍ د څرګندولو تر څنګ؛ د افغانستان له حکومته غواړو چې د هېواد د خبريالانو او رسنيو د ساتنې او خونديتوب لپاره لازم تدابير ونيسي.»
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د لړم د مياشتې په نيمايي کې په کابل کې د شمشاد تلوېزيون ودانۍ د ځانمرګو بريدګرو تر بريد لاندې راغله، چې لامله يې د دې رسنۍ يو ساتونکي خپل ژوند له لاسه ورکړ او يو شمېر کار کوونکي يې ټپيان شول.

