دوشنبه ۱۹ اسد ۱۳۹۴
کابل: په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د يو شمېر تصوير، غږيزو، چاپي او انلاين رسنيو دوه ورځنی نندارتون په کابل کې په لاره واچول شو.
دغه نندارتون د يکشنبې په ورځ د اسد په اتلسم افتتاح شو، په هغه کې لسګونه رسنيو ګډون کړی و، ګډون کوونکو رسنيو دغه نندارتون د په افغانستان کې د بيان ازادۍ د پلي کېدو په ملاتړ او خبريالانو د هماهنګۍ د مرکز او د اطلاعاتو اوکلتور وزارت په همکارۍ د رسنيزو بنسټونو له لوري د ازادو اطلاعاتو د خپراوي په برخه کې د رسنيو او خبريالانو د فعاليتونو د ستاينې په اړه ترسره شوی دی.
د اطلاعات او کلتور وزارت وزير عبدالباري جهاني ددغه نندارتون په افتتاح کې وويل چې د رسنيو د فعاليتونو پراخوالی په افغانستان کې په تېره يوه لسيزه کې د دولت له مهمو لاسته راوړونو څخه شمېرل کېږي. ښآغلي جهاني زياته کړه چې په وروستۍ يوه لسيزه کې په افغانستان کې له ۱۰۰۰څخه زياتې چاپي خپرونې، ۱۶۰راډيويي دستګاګانې، ۶۷تلويزوني شبکې او سلګونه مطبوعاتي مرکزونو په فعاليت پېل کړی دی.
د اطلاعات او کلتور وزير وويل چې رسنيو په افغانستان کې خپل ګټورتوب ثابت کړی دی. عبدالباري جهاني وايي چې د رسنيو د فعاليت پراخوالی په افغانستان کې د بيان ازادۍ په پراخوالي او پلي کېدو کې مرسته کړې ده. د هغه په وينا د بيان ازادي په افغانستان کې نسبت د سيمې زياتو هيوادونو ته افتخار څخه ډکه ده. هغه وويل: « مونږ د بيان ازادۍ په لاره کم فرصت زيات پرمختګ کړی دی. په دې برخه کې د حکومت او نړيوالې ټولنې همکاري زياته وه. له بل اړخه د افغانستان خبريالانو د زياتو قربانيو په ورکولو سره د بيان ازادي ساتلې ده. هر کال سلګونه خبريالان په افغانستان کې له تاوتريخوالي او تهديدونو سره مخ دي مګر سره له دې يې د بيان ازادۍ ساتلې ده.
عبدالباري جهاني همدارنګه وويل چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د اصلي بنسټ په عنوان د رسنيو په مقابل کې مسؤل دی، د بيان له ازادۍ ملاتړ کوي، هغه زياته کړه رسنيو د بيان له ازادۍ څخه په سم ډول استفاده کړې ده.
د اطلاعاتو او کلتور وزيز تاکيد وکړ چې رسنۍ مسؤليت لري تر څو خبرونو ته انعکاس ورکړي، اما د پېښو په انعکاس کې بې اتفاقۍ ته لمن ونه وهي.
په همدې حال کې د ايسا ادارې رئيس محمد قربان حقجو وايي چې رسنۍ د مهمو سکتورونو له جملې څخه دي چې د هيواد د امنيتي او اقتصادي سکتورونو په ملاتړ کې يې مهم رول درلودلی دی. ښاغلي حقجو زياته کړه چې په هېواد کې د رسنيو د فعاليت پراخوالی په افغانستان کې اوږدمهاله کاري فرصتونه رامنځته کړي دي. هغه وويل « له هغه لاسته راوړنو څخه چې په تېرو څوارلس کلونو کې مو درلودې يو يې ددغو رسنيو د وده ده. په سياسي، فرهنګي او نورو برخو کې چې د خلکو په ژوند باندې تاثير لري د بېلګې په توګه حقوق بشر، خبرتيا او بالاخره په اقتصادي برخه کې رسنيو رول درلود.رسني په افغانستان کې له مهمو سکتورونو څخه دي چې چې په کافي قدرت د افغانستان په اقتصاد کې ځای نيولی دی. نه يوازې دا بلکې د افغانستان په داخل کې يې د څو ميلونو ډالرو سرمايه اچونې ښه فرصت هم برابر کړی دی.» ښاغلي حقجو همدارنګه زياته کړه « د رسنيو سکتور يو له هغه سکتورونو څخه دی چې په د نورو سکتورو د ملاتړ لپاره ښه رول درلود. يعنې په نورو سکتورونو کې چې تول پرمختګونه لرو په حقيقت کې د مطبوعاتو د سکتور قرضدار دي. همدارنګه د اقتصادي نظره رسنۍ په حقيقت کې په افغانستان کې د يو ښه اقتصادي پرمختګ جوړونکې دي.
د ايسا ادارې رئيس په عين حال کې زياته کړه چې رسنۍ نه بايد د ورځينو پېښو په «ګرد وغبار» پاتې شي. د هغه په وينا رسنۍ مسؤليت لري تر څو خلک جهت ورکونکي لوري ته له ورځنيو جنجالونو څخه وباسي. هغه تاکيد وکړ «په وګړو کې د ثبات راوستل د رسنيو کار دی. يعنې څنګه خلک مثبت لوري ته سوق کړو. دغه کار د راپور د ارايې په نحوه، خبر، او ګردي ميزونو او همدانګه د سوژو په انتخاب کې ممکن دی.
حقجو تاکيد وکړ چې د اقتصادي وضعيت ښه والی د رسنيو په واسطه د خبرونو او پېښو په انعکاس کولو پورې تړلی دی. هغه وويل ځينې رسنۍ داسې خبرونه او راپورونه خپروي چې د سرمايه اچوونکو د اندېښنو او له هېواده د سرمايې د تېښتې سبب ګرځي.
هر څومره چې په وروستيو کلونو کې په افغانستان کې د رسنيو وده دنظر وړه ده، مګر د نړيوالو مرستو کموالی په دې وروستيو کې دغه رسنۍ له مالي اړخه اندېښمنې کړې دي. ځينې پوهان په دې اند دي چې د رسنيو فعاليتونه به له دې وروسته په افغانستان کې محدود شي. هشت صبح

