په کابل کې د اسیا خصوصي تلویزون ریس امان الله عطایي ووژل شو

په کابل کې د اسیا خصوصي تلویزون ریس امان الله عطایي ووژل شو

۹ قوس ۱۳۹۴

کابل

د کابل پولیسو د جنایي څېړنو د دفتر ریس فریدون عبیده په حواله نوموړی شاوخوا د شپې نهه بجې د کابل د کارته نو په سیمه کې د خپل کور تر څنګ پر مرمیو ویشتل شوی دی.

د په دې میاشت کې دویم برید دی، چې د رسنیو پر فعالینو تر سره کېږي.

د عطایي خپلوان وایي، چې نوموړي د دې تر څنګ چې د اسیا خصوصي تلویزون ریس و، د لویې څانوالۍ کارمند هم و.

د ژورنالستانو ټولنه له دولت څخه د دې پېښې د جدي څېړنې غوښتنه کوي. تر دې مخکې بخدي شبکې کارمند په داسې حال کې ووژل شو، چې د کورنۍ له غړیو سره یې خدای پاماني کوله. تر اوسه د یادې پېښې قاتلین نه دي معلوم شوي.