په کابل کې د ایران د فارس اژانس سرپرست او خیریال ونیول شو

كابل،‌ ۱۷ ثور ۱۳۹۱

د ایران جمهوري ریاست اړوند د فارس خبري اژانس دفتر سرپرست او خبریال "عبدالواحد حکیمي" د افغانستان د ملي امنیت له لوري د "ایران دولت ته د پټو اسنادو افشا کولو په تور" نیول شوی دی.

د افغانستان د ملي امنیت یوې ادارې وویل چې دا خبریال اوس دې ادارې په توقیف کې دی خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي خپاره کړي.

د فارس اژانس هم تایید کړه چې عبدالواحد حکیمي چې د ثور ۱۶مه د شنبه په سهار، په کابل کې د افغانستان ملي موزیم په اړه د یوه راپور لپاره له خپل کاري دفتره ووتلو، د افغانستان امنیتي مامورینو له لوري ونیول شو او نامالوم ځای ته ولېږدول شو.

فارس د عبدالواحد حکیمي د مېرمنې په قول لیکلي دي چې هغه د شنبه ورځې  په ماښام په "یوه محدود او کنټرول شوې اړیکه" کې خبر وکړی چې د افغانستان د ملي امنیت له لوري نیول شوی دی.

ویل کیږي چې دا اژانس د ایران اسلامي انقلاب سپاه پاسدارن ته نږدې ده، په کابل کې دفتر لري او د افغانستان بېلابېلې پېښې خپروي.

تېره میاشت د افغانستان د ملي امنیت ویاند لطف الله مشعل د "هېواد د سولې راوستلو په لاره کې د رسنیو انسجام" تر عنوان لاندې جوړه شوې غونډه کې ویلي وو چې د فارس اژانس او د ایران انګلیسي ژبي پرس ټي وي هغه رسنۍ دي چې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت او بهرنیو چارو وزارت له قانوني جواز پرته یې په افغانستان کې دفتر خلاص کړی دی.

ده د افغانستان په ځينو کورنیو رسنیو هم تور ولګاوه چې د ایران او پاکستان هېوادونو د ګټو لپاره کار کوي.

خو د فارس خبري اژانس ویلي چې د تېر کال د دلوې په میاشت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان ملي امنیت ته په یوه مکتوب کې د قطعي جواز تر ورکړې د دې اژانس فعالیت ته اجازه ورکړې وه او ممکن دا نیونه "د افغانستان امنیتي بنسټونو د ناسم پوهاوي او د بهرنیو چارو وزارت له لوري د فعالیت له جوازه د ناخبرۍ له امله رامنځ ته شوی."