د خامه پریس خبري اژانس پر ویب سایټ انټرنیټي برید شوی او د لاسرسي څخه خارج شوی دی.

۸ غبرګولي ۱۳۹۹

کابل- د خامه پرس خبري اژانس پر ویب پاڼه د «افغان سایبر اردو» په نوم ډلې انټرنټي برید کړی او لاسرسی ورته نه کیږي.

 

د خامه پرس خبري ژانس رئیس خوشنود نبي زاده د افغانستان خبریالانو مرکز ته ويلي دي چې دا پېښه نن غرمه ۱۲ بجې شوې ده.

د هغه په وینا؛ هکران ځان افغان سایبراردو  (Afghan Cyber Army) بولي او په فیسبوک او ټویټر یې د پیغام په خپرولو سره د دې برید مسوولیت منلی دی.

ښاغلي نبي زاده زیاته کړه چې دا یو سایبري برید دی او له مسؤلو ادارو غوښتنه کو چې هغې ته رسیدګي وکړي.

افغان سایبر اردو په نوم ډلې پر فیسبوک په انګلسي ژبه خپور کړي یو پیغام کې د خامه پرس په هغه خبر باندې چې د افغان ځواکونو ترمنځ د کرونا ناروغۍ د خپرېدو په اړه یې خپور کړې و تونده نیوکه کړې ده.      

   

دې ډلې ویلي چې نشر شوی خبر حقیقت نه لري او باید لري شي.

خو د خامه پریس رئیس وايي چې یاد شوی خبر یې د نیویارک ټایمز خپرونې په نقل خپور کړی او د دې رسنۍ نوم یې د یوې معتبرې سرچنې په توګه پکې ځای پرځای کړی دی.

د افغانستان خبریالانو مرکز په خامه پریس باندې انټرنټي برید د یوې ازادې رسنۍ پر فعالیت محدودیت او سانسور ګڼي او غندنه یې کوي او د حکومت او رسنیو له ګډې کمېټې غواړي چې دا موضوع په جدي توګه وڅیړي او ترسره کوونکي یې د قانون منګولو ته وسپاري.

دا برید په داسې وخت کې وشو چې تیره اوونۍ د دې ډلې له لورې په یو بل ورته برید کې د هشت صبح ورځپاڼې ویب پاڼه په نښه شوه.

افغان سایبر اردو فیسبوک کې د اعلامیې په خپرولو سره د ولسمشر محمد اشرف غني د کاریکاتور په خپرولو باندې نیوکه کړې وه.