په روان کال کې ۲۵نويو رسنيو د فعاليت جواز تر لاسه کړی دی.

 په روان کال کې ۲۵نويو رسنيو د فعاليت جواز تر لاسه کړی دی.

۱۰ سنبله ۱۳۹۵

کابل: د رسنيو عمومي کميسيون وايي چې په هيواد کې د رسنيو فعاليت له تېز او ښه پراخوالي سره يو ځای دی او په تېرو پنځه مياشتو کې ۲۵نويو رسنيو د فعاليت جوازونه ترلاسه کړي دي.

د عمومي رسنيو د کميسيون رئيس خپلواک صافي نن ورځ په کابل کې په يوه خبري ناسته کې د دغه کميسيون د کاري فعاليتونو په اړه خبرې وکړې.

هغه په دې خبرې سره چې په هيواد کې د رسنيو فعاليت پرمختګ کړی وويل، چې د روان کال له شروع څخه تر اوسه پورې ۲۵رسنيو ته ددغه کميسيون له لوري د کار جوازونه صادر شوي دي.

صافي زياته کړه «دغه رسنۍ د څلور تلويزونونو اوه راډيوګانو، دوه خبري اژانسو او ۱۲چاپي رسنيو په ګډون په کار پېل کړی دی.

د رسنيو عمومي کميسيون رئيس په ډاګه کړه چې د مشعل او الفا تلويزوني شبکې په کابل کې، ژمن په خوست او رسا په ننګرهار کې او د سيمای صلح راډيو په سمنګانو کې، غږ په ميدان وردګ، مسلم په بلخ، شيخ متي په زابل کې، شبنم په کندز کې، تميم په بادغيس او ژمن په خوست کې د فعاليت جوازونه ترلاسه کړي دي تر څو د هېواد د رسنيو دقانون په چوکاټ کې په فعاليت وکړي.

سربېره پر دې صافي وويل، يوه ورځپاڼه، څلور اونيزې، يوه مجله، دوه مياشتنۍ، يوه ګاه نامه او له رسنيو سره تړلي لس نور بنسټونه د شپږو دار الترجمې، يوې کېبلي شبکې، دوه کلتوري بنسټونو او يو د ستراتيژيکو مطالعاتو د مرکز په ګډون جواز ترلاسه کړی دی.

خپلواک وويل« دغه شمېرې ښايي چې خوشبختانه د هېواد د رسنيو بازار د تحرک او پراخوالي په حال کې دی او په دې برخه کې سرمايه اچونه جريان لري.»

د هغه د معلوماتو په اساس، په وروستيو ۱۵کلونو کې له ۱۱۰۰ زياتې رسنۍ چې د هغې له جملې ۷۰تلويزونونه او ۲۰۰په حدودو کې (اف ام) راډيوګانو د فعاليت جواز ترلاسه کړی دی او اټکل کېږي چې دغه رسنۍ په کال کې د ۴۰ميلينو عايد ولري چې زياتره يې د تجارتي اعلانونو له لارې دي.

د افغانستان د رسنيو د عمومي کميسيون رئيس په دغه ناسته کې، د رسنيو د عايد له سرچېنو څخه ددغه بنسټ د څارنې په اړه خبرې وکړې او په ډاګه يې کړه چې ژر ده هغه مقرره چې د رسنيو په عمومي قانون کې يې وړاندوينه شوې ده د دغه کميسيون له لوري تياره شي تر څو د رسنيو عايد بررسي کړي.

په جريان کې د رسنيو عمومي کميسيون غړي علي ياور اکبر د ملي راډيو تلويزون په اړه خبرې وکړې. د هغه په وينا ددغه کميسون څېړنې ښايي چې د ملي راډيو تلويزون خپرونې، همدارنګه غير معياري دي او د دولتي چارواکو مداخله ددې سبب شوې ددې سبب شوې ده چې دغه رسني ونشي کولی د خلکو د يوې رسنۍ په توګه په ازاد ډول عمل وکړي. پژواک