۳۱ سنبله ۱۳۹۵
کابل: د افغانستان دولت، د يو نړيوال ايتلاف په غوښتنه د ملل سازمان د سرمنشي له هغه څرګندونو څخه چې د افغان خبريالانو د ملاتړ په خاطر يې کړي دي ملاتړ کړی دی.
نادر نادري، په عامه او ستراتيژيکو اړيکو کې کې د افغانستان د جمهور ريس سلاکار او د هيواد د بيان ازادۍ سفير د افغانستان خبريالانو مرکز ته ويلي دي چې د افغانستان دولت په رسمي ډول د ملل متحد په غونډه کې له دغې طرحې نه ملاتړ کړی دی.
هغه ويل چې د ريس جمهور دويم معاويل سرور دانش په خپله وينا کې چې د ملل سازمان په عمومي غونډه کې يې د افغانستان د هيت په توګه شرکت کړی و، دغه موضوع مطرح کړې ده.
د نادري په وينا، په دغه بيانيه کې راغلي دي « د افغانستان خبريالان د جګړې په ميدان کې او د تروريستي ډلو د حملو تر تهديد لاندې دي. افغانستان توقع لري چې د ملل سازمان د نماينده څرګندونې د ملل متحد سازمان له لوري د افغان خبریالانو د خوندي توب په برخه کې او د هغوی ستونزو ته د رسېدو لپاره يو اقدام شي.
د روان کال د اسد مياشتې په ۳۰، د افغانستان خبريالانو مرکز د نړيوال ايتلاف په ګډون چې له ۱۰۰ بنسټونو او د بيان ازادۍ ملاتړو مشهورو څېرو په رسمي خطاب کې د خارجه چارو وزارت وزير صلاح الدين رباني او په عامه اړيکو کې د ولسمشر ارشد مشاور په افغانستان کې له دغې طرحې د ملاتړ غوښتنه وکړه.
په دې خبرپاڼه کې راغلي و چې ۷۸۷خبريالان او درسنيو کارکوونکي د خپلو کارونو د فعاليت د اجرا په وخت کې په تېرو لسو کلونو کې په نړۍ کې وژل شوي او په ۲۰۱۵کال کې يوازې ۶۷خبريالان د نړۍ په مختلفو سيمو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په دې غوښتنه کې ويل شوي دي چې د امنيت شورا او ملګرو ملتونو سازمان د عمومي ناستې قطعنامه چې په تېرو لسو کلونو کې د خبريالانو د خونديتوب په اړه لازمې ګټورتيا څخه برخوردار نه وه او حتی د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون د کال په وروستي راپور کې د خبريالانو د خونديتوب او د خبريالانو د وژنې عاملينو جزا د معافيت موضوع (په ۲۰۱۵اګسټ په ۶) ددغه ډول پېښو د تکرار کموالی او د هدف مندو تاوتريخوالو ميزان چې خبريالان ورسره مخ دي او ددغو جرايمو له مجازات معافيت په اړه خبرې وکړې.
دغه نړيوال ايتلاف دا ښودلې ده چې دغې وضعيت ته په پاملرنې، د ملګرو ملتونو سرمنشي استازې يوازې د هغه خبريالانو د خونديتوب په اړه چې د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره نژدې کار کوي، د يو ډول سياسي تګلارې، تېز عمل ظرفيت او قانوني وجهې په درلودلود ملګروملتونو د ټولو بنسټونو لپاره د خبريالانو دخونديتوب، له سزا د معافيت او يونسکو ښونيزو، علمي او فرهنګي اداري کوښښونو په برخه کې د ملاحظې وړ قدرت بښي.
ددغه راپور ليکونکي چې دخبريالانو لپاره يې دخوندي چاپېريال د خبريالانو د وژنو عاملينو ته د سزا د معافيت په برخه کې يې تر اوسه کوم قاطع اقدام ندی کړی، د افغانستان له دولت څخه غوښتي چې په خپله عمومي بيانيه کې چې د روانې مياشتې په عمومي ناسته کې دايريږي له يادې طرحې ملاتړ وکړي.

