پنج شنبه ۱ تله ۱۳۸۹
ولسمشر حامد کرزي د افغانستان اطلاعاتو او کلتور وزارت ته امر کړی تر څو د الجزیره تلویزیون دوه خبریالانو او د کاپیسا ولایت د ازادو ژورنالیستانو ټولنې مسوول نیول کېدو قضیې وڅیړي او د هغوې خوشې کولو لپاره اقدام وکړي.
د الجزیره تلویزیون د عربي برخې ژونالیست رحمت الله نیکزاد په غزني او بل همکار یې محمد نادر په کندهار کې د وږې میاشتې په ۲۹ مه او ۳۱ مه نېټه سهار مهال د بهرنیو ځواکونو له لورې نیول شوي او نا معلوم ځای ته انتقال شوي دي.
د کاپیسا ملي رادیو تلویزیون پخوانې امر له دندې له ګوښه کېدو یوه میاشت وروسته د وږي میاشتې په ۲۷ مه د ټاکنو په ورځ د کاپیسا په مرکز کې محمد راقي کې د رایه ورکونې بهیر څخه د راپور چمتوکولو پرمهال د ملي امنیت ځواکونو له لورې نیول شوی دی.
په داسې حال کې چې په غزني کې د الجزیرې په خبریال باندې « طالبانو ته د تبلیغ» تور لګول شوی خو لاهم دوه نور خبریالان په نه دي تورن شوي او همدارنګه د هغوی وضعیت په اړه معلومات په لاس کې نشته.
د هغه خبر پاڼې له مخې چې د جمهوري ریاست څخه خپره شوې راغلي دي چې، ولسمشر اطلاعاتو او کلتور وزارت ته دنده سپارلې تر څو د اړونده ادارو سره په اړیکه کې شي او د نیول شوو خبریالانو خوشې کول لپاره هڅې وکړي.
خبرپاڼې ټینګار کړی دی چې د افغانستان ولسمشر درې واړه خبریالانو ملاتړ ته ژمن دی.
۳۳۰

