کابل، ۲ میزان ۱۳۸۹
اطلاعاتو او کلتورو وزارت ته د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي د فرمان له مخې د د خبريالانو د خوشې کولو د اقدام او څېړنو په خاطر د کاپيسا ولايت د ژورنالستانو د ازاد انجمن مسؤل او د الجزيزه دوه خبريالان خوشې شول.
د کاپیسا ولایت د ملي راډیو تلویزیون پخوانې امر له دندې له ګوښه کېدو وروسته د وږې میاشتې پّ ۲۷ مه نېټه په داسې حال کې چې د کاپیسا ولایت په مرکز محمود راقي کې د ټاکنو بهیر څخه راپور چمتو کاوه د ملي امنیت ځواکونو له خوا ونیول شو.
د الجزیره تلویزیون د عربي برخې ژونالیست رحمت الله نیکزاد په غزني او بل همکار یې محمد نادر په کندهار کې د وږې میاشتې په ۲۹ مه او ۳۱ مه نېټه سهار مهال د بهرنیو ځواکونو له لورې نیول شوي او نا معلوم ځای ته انتقال شوي دي.
ناټو تر دې وړاندې د الجزیرې دا دوه خبریالان « دوښمن ته په تبلیغ» کولو باندې تورن کړي وو خو الجزیرې تلویزیون د دې خبریالانو په بې ګناه بللو سره ویلي و چې طالبانو سره د خبریالانو کاري تماس باید جرم ونه ګڼل شي.
د ناټو تر چتر لاندې د افغانستان امنیت لپاره نړیوال ځواک یا ایساف د جمعې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل « د لومړنیو استخباراتي معلوماتو تر ارزونې او د نیول شوو خبریالانو څخه تر پوښتنو وروسته دا یو امنېتي ګواښ ونه ګڼل شوو او خوشې شول.»
د ناټو د اړیکو مسوول ګرګوري په وینا، د لنډې مودې نیول کیدو پرمهال دې کسانو سره د نړیوالو اصولو سره سم او د امریکا متحده ایالاتو د کړنلارې له مخې انساني چلند شوی دی.
په داسې حال کې چې د کاپیسا ولایت مسوولینو ویلي وو چې خبریال او د « کاپیسا ولایت ازادو خبریالانو ټولنې مسوول» جحت الله مجددي د ملي امنیت ځواکونو له لورې نیول شو دی خو ناټو په خپله خبرپاڼه کې د زیاتو جزیاتو له ورکونې پرته ویلي دي چې مجددي هم ازاد شوی دی.
د الجزيزه دواړو خبريالانو د د زندان د شرايطو او تګلارو څخه د شکايت په ترڅ کې وويل چې له هغوی سره بد سلوک ندی شوی.

