کابل: د رسنیو اخلاقو نړیوالې ورځې درېیمه غونډه کې د ګډون بلنه

ټولو درنو خبریالانو ته بلنه ورکول کیږي چې د رسنیو اخلاقو نړیوالې ورځې په درېیمه غونډه کې چې د نی یا د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ موسیسې او د افغانستان خبریالانو مرکز له لورې جوړېږي ګډون وکړي.

ټاکل شوې دا غونډه چې د ژونالیستانو فدراسیون غړو په شتون کې ترسره شي د رسنیو اخلاقو لنډه مسوده د وروستي ځل لپاره تر بحث لاندې ونیول شي تر څو تصویب ته تیاره شي.

ښاغلي خبریالان کولی شي په دې غونډه کې په ګډون سره د رسنیو اخلاقو کود تدوین برخه کې خپل نظرونه او وړاندیزونه ورکړي.

ترسره کېدو نېټه: ۱۳۹۲ سنبلې ۳۱مه، یکشنبې ورځ، سهار ۹ بجې

ځای: کور ۹۹، دارالمان سړک کابل ـ نی موسېسې دفتر، کابل