د ټوليزو رسنيو د تأسيس او کار کولو د طرز د مقررې د تعديل هرکلی کوو

د ټوليزو رسنيو د تأسيس او کار کولو د طرز د مقررې د تعديل هرکلی کوو

کابل ۲۵ سلواغې ۱۳۹۵

 د افغانستان خبريالانو مرکز د دولت د کابينې د تقنيني کمېټې له خوا د توليزو رسنيو د کار او تأسيس د طرز مقررې د تعديل د طرحې د تائيد هرکلی کوي او هغه د آزادو رسنيو څخه د ملاتړ په برخه کې يو ګام ګڼي.

د ولسمشر د وياند مرستيال شاه حسین مرتضوی ويلي چې د دې مقررې د تعديل طرحه د کابينې د تقنين کمېټې تېرې ورځې په ناسته کې چې د ولسمشر د دوهم مرستيال تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه؛ تائيد شوه.

نوموړي ويلي:«په وړانديز شويو تعديلاتو کې؛ د حق الامتياز لګښتونه او بانکي ضمانتونه په ځينو مواردو کې تر ۹۰ سلنې راټيټ کړل شول. د مثال په ډول د سرتاسري او سيمه ئيزو تلوېزيونونو حق الامتياز ۵۰ زره افغانۍ ټاکل شوی و او په تعديلي طرحه کې د سرتاسري تلوېزيونونو لپاره ۱۰ زره افغانۍ او د سيمه ئيزو تلوېزيونونو لپاره درې زره افغانۍ په پام کې نيول شوي دي.

مرتضوي څرګنده کړه چې د تقنيني کمېټې د پرېکړې په اساس دا طرحه به په تر ټولو ژر فرصت د تصويب لپاره د دولت د کابينې په ناسته کې وړاندې شي.

ياده مقرره د يو جانبي قانون په توګه د ټوليزو رسنيو د قانون تر څنګ د ولسمشر له توشيح وروسته د ۱۳۹۴ کال په لړم مياشت کې نافذ شو؛ مګر رسنيزې ټولنې په هغې کې د سختو شرايطو د درج کېدو اړوند خپلې نيوکې په ځلونو څرګندې کړې او دا اندېښنې د ولسمشر سره د رسنيزې ټولنې د استازيو په ناسته کې چې د روان کال غبرګولي مياشت کې جوړه شوې وه؛ هم يادې شوې او ولسمشر ژمنه وکړه چې ورته به رسېدنه وکړي.

په دې مقرره کې د زيات حق الامتياز پر ټاکنې سربېره؛ شخصي رسنۍ اړ شوې وې تر څو د جواز د نوي کولو لپاره اقدام وکړي؛ که نه بايد د اطلاعات او کلتور وزارت ته دوه برابره حق الامتياز ورکړي او د دې پيسو د ورکړې څخه د ډډې کولو په صورت کې د اطلاعات او کلتور وزارت د اړوندې رسنۍ فعاليتونه هم بندولی شي.