کابل۱۴ زمری ۱۳۹۳
کابل کې د ایران سفارت فرهنګي اتشې په مرسته د دولتي رسنیو خبریالانو او انځورګرانو ته لنډ مهاله ښوونیزه دوره پېل شوه.
د باختر اژانس د خبر له مخې، د یوې اونۍ لپاره دا ښوونیزه دوره چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په نوښت ترتیب شوې وه د دوشنبې په ورځ پېل شوه.
دا پروګرام په کابل کې د ایران سفارت فرهنګي اتشې په مرسته، دایران انځورګر فرامرز عامل له لوري پرمخ وړل کیږي.
ټاکل شوې له دې ښوونیز پروګرام څخه د باختر اژانس شاوخو ۴۰ خبریالان، ملي راډیو ټلویزیون، دولتي ورځپاڼو او د اطلاعاتو او کلتور وزارت نورو خپرنیزو برخو کار کوونکي ګټه واخلي.
ویل شوي کابل کې د ایران سفارت فرهنګي اتشې له لورې لومړۍ لنډ مهاله ښوونیزه دوره ده چې د دولتي رسنیو خبریالانو او انځور ګرانو لپاره چمتو کیږي.

