د اشرف غني احمدزي ټاکنیز ټیم له لورې د تلویزیون دوه انځور اخیستونکو وهل ډبول

  د اشرف غني احمدزي ټاکنیز ټیم له لورې د تلویزیون دوه انځور اخیستونکو وهل ډبول

کابل یک شنبه ۱۹ زمری ۱۳۹۳

 د خورشید او راه فردا شخصي تلویزیونونو انځور اخیستونکي د ټاکنو مرکزي دفتر کې د کار پر وخت، د اشرف غني احمدزي  ټاکنیز ټیم له لورې وهل شوي دي.

د طلوع نیوز راپور په اساس، څارونکو ادعا کړې چې د راه فردا تلویزیون انځور اخیستونکي د انځور اخیستو لپاره ټاکل شوی واټن له پامه غورځولی او یو شمېر ښځینه څارونکې یې ځورولي دي نو هغه له همدې امله وهل ډبول شوی.

د اشرف غني احمد زي ټاکنیز ټیم غړی عبد الرحمان خروټی وایي: « د راه فردا تلویزیون دې خبریال ټاکل شوی واټن له پامه غورځولی او یوشمیر ښځینه څارونکې ځورول شوي دي.»

مګر میرزاد وویل چې هغې هیڅ نا مناسب حرکت نه دی ترسره کړی او یواځې غوښتل یې د پایلو په پاڼو د ورته نښو په سر د ټاکنیزو څارونو جنجال څخه انځور واخلی.

هغې وویل: ما یواځې انځور اخیستلو او دواړه لاسونه مې بند و نو څنګه کولی شم چې په بندو لاسنو خلک وځوروم.»

له دې پېښې نه وروسته، د خورشید تلویزیون خبریال فواد نوري چې غوښتل یې له دې شخړې څخه انځورونه واخلي د همدې څارونکو له خوا ووهل شو.

هغې وویل: « ما هیڅ ګناه نه درلوده، ما غوښتل د هغه انځور اخیستونکي وهلو جریان څخه انځورونه واخلم چې د اشرف غني احمد زي ټیم څارونکو له لورې پرې برید شوی و.

په دې راپور کې راغلي چې له دې پېښو وروسته، د اشرف غني احمدزي ټاکنیز ټیم څارونکو خبریالان د پېښې د سیمې څخه ویستي دي.

مګر د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور دې پېښوته په غبرګون کې ویلي دي چې هیڅوک حق نه لري په دې کمېسیون کې د رسنیو کار مخنیوی وکړي.

په دې برخه کې، د عبد الله عبد الله ټاکنیز ټیم د دې پروسې روڼتیا لپاره په دې بهیر کې د رسنیو شتون یوه جدي اړتیا ګڼي.

د دې ټیم غړي ظاهر اغبر وویل: « که رسنۍ نه وي څوک څه پوهیږي په کمیسیون کې څه روان دي، همدا رسنۍ دي چې حقایق بیانوي.»

د افغانستان خبریالانو مرکز د دې انځور اخیستونکو د وهلو غندنې ترڅنګ، له اړونده ادارو څخه غواړي چې دا قضیه وڅیړي او عاملین یې تر څېړنو لاندې ونیسي.

په ورته وخت کې دا بنسټ، د ټولیزو رسنیو قانون په نظر کې نیولو سره چې د خبریالۍ برخه کې د هر ډول فعالیت مخنیوی یې منع کړی دی، له دواړو ټاکنیزو ټیمونو غواړي د خبریالۍ مسلک ته په درناوي قانون ته احترام وکړي.