کابل، ۴ اسد ۱۳۹۱
د افغانستان ورځپاڼې او انګلیسي ژبې اوټ لوک ورځپاڼې د امتیاز څښتن حسین علي یاسا چې د "امنیتي لاملونو" له امله د امنیت ملي له لوري نیول شوی و، له 28 ساعتونو وروسته خلاص شو.
یاسا له دې دوو ورځپاڼو سره د کار تر څنګ د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق له نږدې کسانو او د احمد ضیا مسعود په مشرۍ د ملي جبهې مطبوعاتي سلاکار دی.
د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت ګوند د خبرپاڼې پر بنسټ، حسین علي یاسا د سې شنبه په ورځ ۱۲ بجې وروسته تر هغې چې په کابل کې له انټرکانټیننټال هوټله ووتلو، ونیول شو.
دا غونډه د "ډیموکراسۍ منشور" تر نامه لاندې په راتلونکو ټاکنو کې د ګوندونو د رول په اړه د ۱۷ سیاسي ګوندونو د نمایندګانو په ګډون چې ډېری یې سیاسي مخالفان وو جوړه شوې وه.
د ملي امنیت ویاند لطف الله مشعل وویل چې حسین علي یاسا په کابل کې د پاکستان سفارت ته د ډېر تګ راتګ له امله نیول شوی.
د ده په وینا د یاسا یو ورو د د پاکستان د "لوړ پوړیو" چارواکیو له جملې دی او ده د څېړنو په جریان کې منلې چې ورور یې د پاکستان په ځواکونو کې دی او د افغانستان او پاکستان دوه ګونی تابعیت لري.
د افغانستان د ملي امنیت ویاند وویل:" له هرې غونډې مخکې چې د ملي جبهې مشرانو به جوړوله، ښاغلی یاسا به د پاکستان سفارت ته تللو، دوی ته یې پټ مالومات ورکول او له دوی یې امر اخیست."
لطف الله مشعل زیاته کړه چې له 28ساعتونو وروسته یاسا په ضمانت خوشي شوی او که اړتیا وي هغه به بیا را احضار کړي.
خو د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق دا نیونه غیر قانوني ګڼلی او ویلي یې دي چې دی یې د ټاکنو قانون په تغیر د کار کولو له امله یې نیولی.

