کابل، ۱۸ اسد ۱۳۹۱
د افغانستان د خبریالانو مرکز په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې چې ایران په دې وروستیو کې هڅه کوي چې د دې هېواد په مالي ملاتړ د خبریالانو اتحادیه جوړه کړي او د افغانستان له دولت څخه غواړي چې دا قضیه په جدي توګه تر څارنې لاندې ونیسي.
د کابل چاپ هشت صبح ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي چې د اتحادیې رامنځ ته کولو موضوع د تېرې جمعې ماښام په کابل کې د ایران سفارت له لوري په جوړ شوي روژه ماتي کې یادونه وشوه.
له تمدن ټلویزیون څخه جواد محسني، له نور ټلویزیون څخه، له انصاف ورځپاڼې حسیني مزاري، له ایینې ټلویزیون څخه ذکریا راحل او د کوثر ټلویزیون نمایندګان، شاخص ورځپاڼه، رشد او صحیفه خپرونې او ځینې نورو کسانو په دې روژه ماتي کې ګډون کړی و.
د دې ورځپاڼې د مالوماتو پر بنسټ، د ایران سفارت کلتوري اتشې د افغانستان د رسنیو د خبریالانو له ځينو مسوولانو څخه چې په دې ملیمستیا کې یې ګډون کړی و غوښتي چې د "ګډو موخو" په برخه کې سره متحد شي.
په دې راپور کې راغلي چې دا کلتوري اتشه په افغانستان کې د خبریالۍ یوې اتحادیي "ارزش محور" غوښتونکی شوی چې مالي لګښت یې هم دوی ورکوي.
په دې مېلمستیا کې فیصله شوې چې رضواني بامیاني د اتحادیې د رییس په توګه، د تمدن ټلویزیون رییس جواد محسني د لومړي سلاکار په توګه او له ایینې ټلویزیون څخه ذکریا راحل د دویم مرستیال په توګه وټاکل شول.
خو جواد محسني چې ویل شوي دي په دې اتحادیه کې د لومړي سلاکار په توګه ټاکل شوی دی، دا موضوع رد کړه او ویې ویل چې اصل یې تحریف شوی دی.
ده ازادي راډیو ته وویل: "دوی ځينې وختونه د ارزښت لرونکیو رسنیو تر نامه لاندې د ديني موضوعاتو د خپرولو ښه کولو په خاطر د څو رسنیو تر منځ جوړوي."
دې راډیو د ملي امنیت له ویاند لطف الله مشعل څخه هم نقل قول کړی چې د فیس بوک پر مخپاڼه یې لیکلي دي: "باید د دې ډول اجیرانه حرکتونو څارنه وکړو او د بیان ازادي ته په احترام او وطن پرستو خبریالانو اتحادیې د بشپړ ملاتړ لپاره به د دې حرکتونو مخه ونیسو."
د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین دین محمد مبارز راشدي هم ویلي چې د قانون پر بنسټ هېڅ بهرنی هېواد نه شي کولای د خبریالۍ اتحاديې په جوړولو کې دخالت وکړي.
ده وویل: " د افغانستان په اوسنۍ فضا کې دا امکان نه لري چې د بهرنیو هېوادونو په فرمایش د خبریالۍ یوه اتحادیه کوم ځای ونیسي خو موږ په ټوله کې د افغانستان قوانین پلي کوو او د افغانستان حکومت له مطبوعاتو او هغه هېوادونو چې غواړي د افغانستان له مطبوعاتو سره مرسته وکړي، غوښتي چې د دوی مرستې باید په رڼو او قانوني توګه ترسره شي."
د افغانستان د خبریالانو لپاره د ایران له لوري د خبریالۍ د اتحادیي رامنځ ته کېدلو تور په داسې حال کې مطرح کیږي چې دا هېواد د بې سرحده راپورټرانو له لوري د خبریالانو او رسنیزو فعالانو د زندان په توګه اعلان شوی دی.
د ایران دولت د دې هېواد د جمهوري ریاست د 1388 کال له جنجالي ټاکنو وروسته د ایران د مطبوعاتو صنفي انجمن غیر قانوني یاد کړ او لسګونه کارمندان یې زندان ته واچول او دا چاره لا هم جریان لري.
په داسې حال کې چې ایران د بیان ازادۍ او رسنیو په برخه کې په یوه بحراني وضعیت کې دی، هڅه کوي چې له هېواده بهر خپلې ګټې د غیر ایراني رسنیو له لارې تر لاسه کړي.
د روان لمریز کال د حمل په میاشت کې د افغانستان ملي امنیت له لوري پر دې تورن شو چې د افغانستان د ځینو رسنیو ملاتړ کوي چې دغه رسنۍ د دې هېواد په ګټه کار وکړي.
د افغانستان د ملي امنیت ویاند د ایران په اړه ویلي و چې د دې هېواد ځینې ښاریان پرته له دې چې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور او بهرنیو چارو وزارت په جریان کې کړي، ځینو رسنیو ته ځي راځي او دوی ته برنامې او پالیسۍ جوړوي.
له هغه کابو یوه میاشت وروسته د ایران اسلامي جمهوري د فارس اژانس خبریال او سرپرست عبدالواحد حکیمي د افغانستان د ملي امنیت له لوري د "ایران ته د محرمو اسنادو افشا کولو" په تور ونیول شو.

