کابل ۲۸ کب ۱۳۹۶
کابل: د افغانستان د خبريالانو مرکز د خبريالانو ځانګړې کلنۍ سيالۍ پروګرام پايله اعلان کړه چې پر اساس يې د بي بي سي خبرياله ( د افغانستان د کال غوره خبرياله) وپېژندل شوه او د بېلابېلو رسنيو ۱۰ نورو خبريالانو ځانګړي ستاينليکونه واخېستل.
په دې پروګرام کې چې يوه مياشت وړاندې د (خبريال ورځ) ۲۷ حوت د نمانځنې په پار پر لاره اچول شوې وه؛ د بېلابېلو رسنيو ۵۲ تنه خبريالان نوماند شوي و او نن ورځ يې د پرېکړه کوونکي هيئت له خوا پايله اعلان شوه.
د اعلان شوې پايلې پر بنسټ د ( هغه انجونې چې په ډزو کولو سره د واده حق له لاسه ورکوي.) د غوره راپور په توګه چې ډېر امتيازونه يې اخيستي غوره شو او د بي بي سي خبرياله مېرمن زمزمه نيازۍ چې دا راپور يې چمتو کړی و؛ په ۱۳۹۶ کال کې د افغانستان د غوره خبريالې په توګه وروپېژندل شوه او ايورډ يې ترلاسه کړ.
دې راپور کې د هغو انجونو برخليک بيان شوی چې د يو علاقه مند کس له خوا د ډزو کولو سره د ژوند د ملګري د آزادانه انتخاب شرعي او قانوني حق له لاسه ورکوي او مجبورې دي چې داسې واده ته غاړه کېږدي.
په دې مراسمو کې د سيالۍ لس نور ګډون کوونکي چې له مېرمن نيازۍ وروسته يې لوړ امتيازونه اخيستي و؛ د ښو خبريالانو په توګه وستايل شول:
۱- حسيبه اټکپال له شمشاد تلوېزيون څخه په کابل کې د نشه يي توکيو د پلور په برخه کې د راپور چمتو کولو لپاره.
۲- ولي آرين له طلوع نيوز څخه په افغانستان کې د جګړې د منفي اغېزو په برخه کې د راپور چمتو کولو لپاره.
۳- نويد احمد بارکزی له پژواک خبري آژانس څخه په کابل کې لبناني شرکت ته د يو لوی دولتي قرارداد د ورکړې د څرنګوالي په اړه د راپور چمتو کولو لپاره.
۴- ظفر بامياني د آشنا تلوېزيون راپور جوړوونکی په باميان ولايت کې د انجونو د بکارت د ازمېښت د عواقبو او څرنګوالي په اړه د راپور چمتو کولو لپاره.
۵- صفت الله زاهدي د سلام وطندار راډيو راپور جوړوونکی په هلمند کې د ځينو پوليسو بچه بازۍ په اړه د راپور چمتو کولو لپاره.
۶- د هشدار خبري ويبپاڼې راپور جوړوونکې نقيبه بارکزۍ په هرات کې د معتادو مېرمنو د ځانګړو ساقي خانو په اړه د راپور چمتو کولو لپاره.
۷- الياس داعی د آزادۍ راډيو راپور جوړوونکی په هلمند کې د زورواکانو د امنيت لپاره د پوليسو د ګمارل کېدو په اړه د راپور چمتو کولو لپاره.
۸- سيد انور د بي بي سي راپور جوړوونکی په افغانستان کې د زوۍ ولۍ د ستونزو په برخه کې.
۹- خليل نورزايي د اشنا راډيو تلوېزيون څخه په هرات کې د هغې ځوانې او معلولې انجلۍ په اړه د راپور چمتو کولو لپاره چې اعتياد يې پرېښی او ورزش يې پيل کړی.
۱۰- نقيب الله صديقي په کندهار کې د هېواد تلوېزيون راپور جوړوونکی په کندهار کې په انلاين توګه د انجونو د انلاين درسونو په اړه د راپور جوړولو لپاره.
د افغانستان د کال غوره خبريال سيالۍ پروګرام په ۱۳۹۲ کال کې پيل شو او تر اوسه يې دوه تنه خبريالان د بي بي سي، ۲ تنه د ۸ صبح او يو خبريال د آريانا نيوز؛ د دې جايزې په لاسته راوړو بريالي شوي دي.
د سږکال پروګرام په کابل کې د روشن مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ جوړ شوی و.
د اطلاعاتو او فرهنګ د خپرونو معين سيد آقا حسين فاضل سانچارکي د جايزو د ورکړې په مراسمو کې چې په کابل کې جوړ شوي و وويل چې چې د دا ډول سياليو جوړول د خبريالان تر منځ د مسلکي رقابت فضا رامنځته کولو کې اغېزمن رول لري.
هغه له رسنيو وغوښتل چې د خپل راپور کيفيت ښه کولو ته پام وکړي او معياري او مسکي خپرونو ته ژمنې پاتې شي.

