کابل، ۳۰ مرغومی ۱۳۹۶
پژواک خبري آژانس وايي چې خلکو ته د معلوماتو رسونې د چټکتيا لپاره يې د ګرځنده موبايلونو له لارې د لنډ پيغام (SMS) له لارې د خبر رسونې سيستم پر لاره اچولی دی.
د پژواک په خبرپاڼه کې راغلي چې د لنډ پيغام (SMS) پروګرام يې د روشن مخابراتي شبکې له لارې چې د هېواد له ۲۸۷ زيات ولسوالۍ او ښارونه يې تر پوښښ لاندې راوستي دي؛ پيل کړی دی.
د دې رسنۍ مسئولين وايي چې په دې تازه نوښت سره به د هېواد مهمې پېښې ډېر ژر خلکو ته رسوي او په ورته وخت کې به د اسعارو بيو وړاندې کولو تر څنګ؛ د لويو لارو وضعيت او الوتنو ته هم پوښښ ورکوي.
خبرپاڼې زياته کړې چې پژواک دا پروګرام د معلوماتو رسونې د پراختيا په موخه؛ له نورو مخابراتي شبکو له لارې هم سرته رسوي.
پژواک د افغانستان تر ټولو لوی آژانس دی چې په ۱۳۸۲ کال په کابل کې جوړ شو. دا رسنۍ اوس د يوې معتبرې او مخکښې سرچينې په توګه يو څو رسنيز بنسټ دی چې د افغانستان په داخل او بهر کې خپلو مخاطبينو ته تازه خبرونه او مهم رسنيز معلومات د ويبپاڼې، ټولنيزو شبکو او الکترونيکي وسايلو له لارې وړاندې کوي.

