بینوا سايټ بند شو

شنبه ۱۰ میزان ۱۳۸۹

له لویې څارنوالۍ څخه د رسنیزو سرغړونو ارزونې کمیسیون له غوښتنې سره سم د بینوا خبري سایټ وتړل شو.

که څه هم دې سايټ ته په ځینو ښارونو کې لاسرسی کیږي خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د دې سایټ مسوولان په کابل کې د بینوا سایټ بندیدل تاییدوي.

د سنبلې په ۲۳مه، د رسنیزو سرغړونو ارزونې کمیسیون د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزیر مخدوم رهین په مشرۍ په یوه غونډه کې د بینوا سایټ د ولسمشرۍ لومړي مرستیا مارشال قسیم فهیم د مرګ ناسم خبر خپرولو باندې ملامت کړ.

دې کمیسیون په بینوا سایټ کې خپور شوی سایټ «د ولسمشر لومړي معاون د مرګ په اړه د عامه خلکو د ذهنونو مغشوشولو په اړه قصدي او ناسم پروپاګنډ» تشخیص کړ چې د دا سایټ وتړل شي او لویي څارنوالۍ ته معرفي شي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند زریالی نوابي د افغانستان خبریالانو مرکز ته وویل چې دا پرېکړه له قانوني اړخه باید هماغه ورځ شوې وای، خو د مخابراتو وزارت د سایټ بندولو مسوول په توګه ویلي وو چې دا کار وخت نیسي.

د نوابي په وینا د بینوا سایټ د تړل کېدو حکم به تر بلې خبرونې پورې دغسې پاتې وي. له دې سره په کابل کې د بینوا سایټ مسوول میرویس جلال زی وایي د سایټ بندول یو «غیر قانوني» او «یو اړخیزه» اقدام دی او دوی له دې اقدام سره د مقابلې او سایټ پرانیستلو لپاره هڅه کوي.

ده ومنله چې د مارشال فهیم د مرګ خبر په دې سایټ کې خپور شوی خو ویې ویل چې ۲۵ دقیقې وروسته یې د ښاغلي فهیم یوه خپلوان په قول دا خبر بېرته رد کړ.

د بینوا سایټ په ارشف کې مالومیږي چې د مارشال فهیم د مرګ خبر د سنبلې په ۱۴مه نېټه خپور شوی او وروسته یې د سنبلې په ۱۵مه د دې خبر رد د یوې سرچینې او ولسمشرۍ دفتر په قول خپور کړی دی.

د بینوا سایټ په داسې حال کې تړل کیږي چې د رسنیزو سرغړونو ارزونې کمیسیون د ۲۳مې غونډې د پرېکړې پر بنسټ په هرات کې ساقي سیمه ییز ټلویزیون د «امنیت اخلال» او «وېره خپرولو» پر بنسټ وتړل شو.