کابل، پنج شنبه ۹ سرطان ۱۳۹۰
بالاخره له ۵۴۷ ورځې اسارت وروسته، فرانسوي خبریالان هروه دکي ییر او سټفان تپونیه او د دوی افغان همکار رضا د طالبانو له لوري خوشي شول او د پنج شنبه په ورځ پاریس ته ولېږدول شول.
د تګاب ولسوال عبدالحکیم اخوندزاده خبر ورکړ چې دا دوه خبریالان او ژباړن یې د چهارشنبه په ورځ له غرمې وروسته ۵ بجې راخوشي شول.
د ۱۳۸۸ کال جدیې په اتم (د ۲۰۰۹ کال ډسمبر په ۲۹مه) راپور خپور شو چې هروه دکي ییر، سټفان تپونیه او درې افغان همکاران یې چې د فرانسې ۳ شبکې ټلویزیون ته یې کار کولو د کاپیسا له تګاب ولسوالي څخه برمته شوي. په دې وخت کې د برمته شویو خبریالانو دوې ويډیوګانې خپرې شوې چې په هغه کې نیول شویو خبریالانو غوښتل د دوي د خوشي کولو لپاره اقدام وشي.
تر اوسه د دې خبریالانو د خوشي کېدو څرنګوالی نه دی مالوم خو د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر الن ژوپه ویلي چې د دې کسانو راخوشي کولو په مقابل کې هېڅ امتیاز نه دی ورکړل شوي.
د فرانسې بهرنیو چارو وزیر تایید کړې ده چې له دې مخکې د دې ټيم دوه همکار افغانان خوشي شوي وو خو د نورو نیول شویو د راخوشي کولو پروګرام پر مخ وړلو لپاره دا موضوع له رسنیو پټه ساتل شوې وه.
د فرانسې ولسمشر نیکولا سرکوزي په یوه بیانیه کې د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي څخه د «دې بحران مدیریت او نورو کسانو څخه چې د دې نیول شویو کسانو په خوشي کولو کې یې برخه درلوده» له امله مننه وکړه.
د افغانستان د خبریالانو مرکز هغه هڅې د ستایلو ګڼي چې د دې خبري ټیم د راخوشي کولو لپاره په لاره اچول شوې وې، خو د خبریالانو د کاري مصونیت نشتوالي له امله په جدي توګه اندېښمن دي.
په هېواد کې د رسنیو ازاد فعالیت په برخه کې د وروستیو کلونو د پام وړ پرمختګ سره لا هم افغانستان د خبریالانو لپاره یو تر ټولو خطر لرونکی هېواد شمېرل کیږي.
په تېرو څو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو په ځانګړې توګه په جنوبي ولایتونو کې د طالبانو او نورو وسله والو ډلو له لوري ډېری خبریالان برمته شوي دي.
تېر کال جاپاني خبریال کزوکه تسونيوکا په یوه کاري سفر کې د بغلان او قندوز تر منځ په لاره کې د طالبانو له لوري برمته شول او د طالبانو په منګلو کې یې پنځه میاشتې به سختو شرایطو کې وخت تېر کړ او په پایله کې خوشي شو.

