کابل ۲۳ تله ۱۳۹۳
د خورشېد شخصي تلویزیون د خپرونو چلونکی نور احمد پاییز، د کابل ملي امنېت مامورینو له لورې وهل ډوبول شوی دی.
پاییز وایي دا پېښه د چهارشنبې په سهار هغه وخت رامنځته شوه کله چې ده غوښتل د خپلې کورنۍ سره د بهرنیو چارو وزارت مقابل سرک څخه تېر شي.
د خورشید تلویزیون ټولنیزو خپرونو چلونکي په وینا، د ملي امنېت څو تنه مامورینو په سوکانو او لغتو( لتو) وهلی، او د خلکو په مخکې یې سپکاوی او ښکنځلې ورته کړي دي.
خو د ملي امنیت اداره وايي، داپېښه هغه وخت رامنځته شوې کله چې نور احمد پاییز قصد درلوده د هغه سرک څخه تېر شي کوم چې تر سختو امنېتي تدابیرو لاندې و.
د ملي امنیت ویاند حسیب صدیقي په وینا، دا اداره به یاده قضیه وپلټي او ترسره کوونکو سره به یې د قانون سره سم عمل وکړي.
د افغانستان خبریالانو مرکز د ملي امنیت عمومي ریاست څخه غواړي، چې د دې پېښې پلټنه وکړي، ترسره کوونکو سره یې د قانون په رڼا کې عمل وکړي او په ورته وخت کې خلکو سره د چلند څرنګوالي په اړه خپلو مامورینو ته زیات پوهاوی ورکړي.

