کابل ۲۰ وږي ۱۳۹۶
د امريکا غږ پخوانی خبريال او د پښتو ژبې مشهور ليکوال د ورپېښې ناروغۍ لامله د ۸۴ کلنۍ په عمر په امريکا کې مړ شو.
د امريکا غږ راډيو د راپور په اساس؛ ارواښاد شپون په کندز ولايت کې نړۍ ته سترګې پرانېستي او خپلې لومړنۍ زده کړې يې د کندز ولايت د خان آباد ولسوالۍ په ښوونځي کې، منځنۍ او ثانوي زده کړې يې د کابل په حبيبيې ليسه کې پای ته رسولې دي.
ښاغلي شپون خپلې لوړې زده کړې د ماسترۍ تر کچې په امريکا کې بشپړې کړې او د ۱۷ کلونو په موده يې د امريکا غږ پښتو څانګې سره کار کاوه.
ويل کيږي چې نوموړی د يو کال راهيسې ناروغ و.
له ښاغلي شپون نه زيات ادبي آثار پاتې دي چې لږ تر لږه شپږ آثار يې چاپ شوي دي. د ښاغلي شپون د مېرمنې په وينا يو بل اثر يې د ناروغۍ لامله نيمګړی پاتې شو.
د دې افغان ليکوال پاتې کورنۍ د نوموړي د وصيت پر اساس غواړي چې جنازه يې د خاورو ته سپارلو لپاره افغانستان ته انتقال کړي.
د افغانستان خبريالانو مرکز د سعدالدين شپون مړينه د افغانستان د رسنيو ټولنې او ليکوالانو لپاره ستره ضايع ګڼي او له ستر خدايه ورته د ابدي آرام هيله کوي.

