کابل ۷ وږي ۱۳۹۶
کابل: د افغانستان د خبريالانو مرکز د مالياتي جريمو د معافيت په اړه د ولسمشر له فرمان څخه هرکلی کوي او دا د آزادو رسنيو د ملاتړ او تقويت په برخه کې ګام ګڼي.
ولسمشر محمد اشرف غني نن په ارګ کې د آزادو رسنيو او خبري بنسټونو د يو شمېر مسئولينو سره په يوه ناسته کې د رسنيو د مالياتي جريمو د معافيت فرمان اعلان کړ.
ويل کيږي چې دا فرمان د هېواد د چاپي او غږيزو رسنيو او بنسټونو او خبري او نشراتي مؤسسو د ستونزو د رفع کولو، له بندېدلو مخنيوي او ملاتړ او تقويت لپاره صادر شوی دی.
په فرمان کې راغلي دي چې د اساسي قانون ۳۴ مې مادې ته په پام؛ چاپي او صوتي رسنۍ او نشراتي او خبري مؤسسات د دموکراسۍ د تأمين او د بيان آزادۍ د تحقق او خونديتوب کې د هېواد د وګړو د فکرونو، خبرو او ليکنو د خپروونکې وسيلې په توګه کليدي رول درلودلی؛ په همدې خاطر د يادو بنسټونو د فعاليتونو د ملاتړ او تقويت، د هڅونې او د بندېدو څخه مخنيوي او ستونزو د له منځه وړلو لپاره د وړ او آسانه قانوني او عملي فضاء د رامنځته کولو لپاره د لاندې مراتبو لارښوونه ورکول کېږي:
لومړۍ ماده: د باقياتو د لاسته راوړنې طرز قانون د ۱۲ مې د صراحت سره سم؛ د هغو صوتي رسنيو، نشراتي مؤسسو او خبري آژانسونو ماليې چې تر اوسه يې نه دي ورکړي؛ د مياشتنيو قسطونو په شکل لږ تر لږه د ۷ کلونو په موده کې ترلاسه شي.
دويمه ماده: د اساسي قانون د ۶۴ مې مادې د ۱۸ فقرې او د باقياتو د لاسته راوړنې قانون د ۳۰ مې مادې کې د درج شوي واک له مخې تر وروستۍ تصفيې پورې د اړوندو بنسټونو مخکينۍ مالياتي جريمې او همدارنګه د مالياتي قسطونو په وخت کې معاف ګڼل کيږي.
دريمه ماده: د لومړني مالياتي قسط په ورکولو سره د يادو رسنيو د کار جواز نوی کيږي. د يوې مرتبې په استثناء، د نورو رسنيو چې د يو شخص تر ملکيت لاندې دي؛ د مالياتي قسطونو نه ورکړه د هغو رسنيو د جواز د نوي کېدو مانع نه ګرځي چې مالياتي قسطونه يې ورکړل شوي وي.
د افغانستان د ټوليزو رسنيو د قانون پر اساس چاپي رسنۍ د افغانستان دولت ته د ماليې له ورکړې معاف دي؛ مګر په دې وروستيو کې ماليې وزارت د (په عايداتو ماليې) په نوم يو قانون وضع کړی چې د هغې له مخې چاپي رسنۍ هم په سلو کې څلور ماليو په ورکړه مکلفې دي او پر همدې اساس د هېواد رسنيو دولت ته له ۱۸۰ مليونه ډېرې افغانۍ دولت ته ورکړي دي.
د افغانستان خبريالانو مرکز په دې باور دی چې تازه پرېکړه د هېواد آزادو رسنيو ته چې د اقتصادي ستونزو لامله له ګنو ننګونو سره مخ دي؛ زيری ورکوونکې ده او د هغوی د هڅونې او تقويت لامل ګرځي.

