روسيې ته د افغان خبریالانو ډله‌ییز سفر

روسيې ته د افغان خبریالانو ډله‌ییز سفر

مسکو، چهارشنبه ۲۲ لړم ۱۳۹۲

د رسنيزو بنسټونو یو شمېر مسوولینو، رسنیو او د افغانستان خبریالانو مسکو ته یو رسمي سفر وکړو.

دا سفر د ریانووستي خبرې ژانس او مسکو کې د معاصر افغانستان د مطالعو مرکز په مالي ملاتړ او بلنه د یوې اونۍ لپاره ترسره شو.

د روسیې هیواد یوشمیر مشهورو رسنیو له ډلې د نوستي خبري اژانس، RT ټلویزیوني شبکې، د روسي خبریالانو سرتاسري اتحادیې د هغې مسوولینو او یو شمېر خبریالانو سره لېده کاته د دې سفر له پروګرامونو څخه دي.

د مسکو دیني ځایونو څخه لېدنه هم د دې ۱۲ کسیز هیئت په سفر کې په پام کې نېول شوې ده.

تېر کال د خبریالۍ د یوشمېر بنسټونو مسوولینو، رسنیو او د افغانستان خبریالانو د افغانستان خبریالانو مرکز په همکارۍ روسیې ته په سفر کې د روسي خبریالانو اتحادیې مسوولینو، د روسیې دولتي راډیو ټلویزیون، یوشمېر ورځپاڼو او د دې هیواد پارلمان او حکومت یوشمېر استازو سره خبرې او لیدنې وکړې او د علاقې وړ دوه طرفه مسایلو باندې یې خبرې اترې وکړې.