
سلواغې ۸
کابل: یوه ورځ وروسته له هغې چې د طالبانو سرپرست حکومت د خبریالانو او رسنیو د فدراسیون د کنفرانس د جوړېدو مخه ونیوله، د طالبانو د حکومت یو ویاند له هېواد څخه د ځینو رسنیو د مالکانو او مدیرانو پر وتلو نیوکه وکړه او له دوی يې وغوښتل چې افغانستان ته راشي او د خبریالانو او رسنیو دفاع وکړي.
د طالبانو د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني نن په یوه ټوېټ کې ویلي: «هغه مالکان او مدیران چې په بهر کې یې پناه اخیستې؛ خو غواړي چې د دوی رسنۍ او خبریالان په افغانستان کې فعالیت وکړي، ښايي د دوی ژوند د خبریالانو له ژونده ډېر ګران وي.»
هغه زیاته کړه: «که تاسو د بیان د ازادۍ اتلان یاست، د رسنیو او خپلو خبریالانو تر څنګ ودریږئ او د بیان له ازادۍ دفاع وکړئ.!»
سمنګاني دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې تېره ورځ د افغانستان د خبریالانو او رسنیو د فدراسیون غونډه، چې ټاکل شوې وه د څه باندې د ۱۱ بنسټونو د استازو په ګډون په کابل کې جوړ شي، د طالبانو د سرپرست حکومت له خوا ګډه وډه شوه. دغه فدراسیون په ډاګه کړې، چې د طالبانو امنیتي ځواکونو په کنفرانس کې د خبریالانو د ګډون مخه نیولې او غړو ته یې ګواښ کړی، چې له رسمي اجازې پرته دې کنفرانس کې ګډون نه کوي. د طالبانو د حکومت دغه اقدام د ملګرو ملتونو په ګډون د کورنیو او نړیوالو بنسټونو له سخت غبرګون سره مخ شو.
همدا راز سمنګاني د دغه فدراسیون د مطبوعاتي کنفرانس د ګډوډولو په غبرګون کې په یوه ټویټ کې ویلي، په داسې حال کې چې په کابل کې د رسنیو یو فعال فدراسیون شتون لري، د دویم فدراسیون اعلان او د هغو رسنیو غړیتوب مناسب نه ګڼي چې کلونه وړاندې یې فعالیت بند شوی و او مدیران یې له هېواده تښتېدلي.
د طالبانو د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال ویلي چې دا کار [د طالبانو په وينا د نوي فدراسیون رامنځته کول] د رسنیو تر منځ د نا سالم رقابت لامل کېږي او په ډاګه یې کړه چې که رسنۍ "« ریښتیا هم غواړي چې د عادي رسنیو په څیر فعالیت وکړي» باید خپل ختم شوي جوازونه نوي کړي، پر دوی پاتې مالیه ورکړي او د رسنیو د قانون په چوکاټ کې «په سالم او ریښتیني ډول» رسنيز فعالیتونه ترسره کړي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د فدراسیون د غړي په توګه وايي، په کابل کې نوی تاسیس شوی فدراسیون د یو شمېر مفسدینو او فرصت طلبو په لاسوهنه، له اساسي قانون سره په ټکر کې او د رایه ورکوونکو بنسټیزو بنسټونو له شتون او رایې پرته جوړ شوی او باطل دی.
د رسنیو او خبریالانو د ملاتړي دې خپلواک بنسټ په باور، په داسې حال کې، چې د طالبانو سرپرست حکومت لپاره يوه مطبوعاتي ناسته د زغم وړ نه ده او خبریالان هم له ګواښ سره مخ دي، هېواد ته د رسنیو د خاوندانو او مدیرانو راستنېدل به تر هغو چې د خپلواک او له ګواښ پرته کار کولو زمينه ورته برابره نه شي، له خطره خالي نه دی او که د طالبانو حکومت په خپلو کړنو کې صادق وي، باید په دې اړه شته اندېښنې لرې کړي.
په ورته وخت کې د یو شمېر خپلواکو رسنیو مسوولین چې د اوسنیو شرایطو او حساسیتونو له امله نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وايي چې د طالبانو سرپرست حکومت د رسنیو لپاره له څو لارښوونو پرته چې پکې نوي محدودیتونه هم لګولي دي چې د هغې له جملې په رسنیو کې د ښځو پر حضور او د موسیقۍ پر نشر بنديز دی؛ تر اوسه د رسنیو او خبریالانو د فعالیتونو او د بیان د ازادۍ په اړه کوم ځانګړی قانون یا مقرره نه ده اعلان کړې، چې رسنۍ د هغې پر بنسټ پرېکړې وکړي. د دې تر څنګ د ازادو رسنیو مسوولین ټینګار کوي، چې د رسنیو د ژورو اقتصادي ستونزو او په سوداګریزو اعلانونو کې د پراخ کمښت له امله، چې د دوی د عاید لویه سرچینه بلل کېږي، د نویو محدودیتونو تر څنګ په هېواد کې د ازادو رسنیو د کاري امکانات په جدي توګه له خطر سره مخامخ شوي دي.

