
۱۴۰۰ کب ۱۳
زهرا جویا، د رخشانې انلاین رسنۍ بنسټګره او د امتیاز مالکه، د ټایم مجلې لخوا د 2022 کال د 12 میرمنو څخه د يوې ميرمنې په توګه غوره شوې.
ټایم مجلې لیکلي چې زهرا جویا چې د جمهوریت له ړنګېدو او واک ته د طالبانو له راتګ وروسته له افغانستانه وتلې او لا هم د افغان مېرمنو وضعیت ته انعکاس ورکوي.
د رخشانې په راپور کې، مېرمن جویا د روان کال د اسد په میاشت کې د پخواني رژیم له نسکورېدو وروسته له افغانستانه وتلې او اوس په لندن کې ژوند کوي.
زهرا جویا په افغانستان کې د خبریالۍ په اړه د ټایم مجلې ته وویل:«که ریښتیا ووایم چې موږ په افغانستان کې دا مهال ساده ژورنالیزم نه ترسره کوو. موږ د خپلې ازادۍ لپاره د لیکلو هڅه کوو. موږ نور اجازه نه لرو چې د خبریالانو په توګه کار وکړو. موږ معلوماتو ته لاس رسی نه لرو؛ خو لا هم کار کوو.»
هغې دا هم وويل، چې کله سهار له خوبه پاڅېږي، په افغانستان کې د خپلو «زړورو همکارانو» د رپوټونو په ترلاسه کولو سره خپل کار پيلوي. د زهرا په وینا، سره له دې چې د ده همکاران پټ دي؛ مګر دوی لاهم کار کوي.
زهرا جویا په کابل پوهنتون کې د حقوقو په برخه کې زده کړې وکړې او بیا يې ژورنالیزم ته مخه کړه. هغې په ۱۳۹۹ کال کې د ښځو د ستونزو د پوښښ په موخه د رخشانې رسنۍ جوړه کړه. رخشانې سږ کال د برتانیا د ژورنالیزم له جایزې څخه د مریم کالوین جایزه هم ترلاسه کړې ده.
.

