
۱۴۰۰ سلواغه ۱۳
کابل- د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت وياند او نشراتي معین ذبيح الله مجاهد وايي، د هېواد د ټوليزو رسنيو قانون چې د جمهوري نظام پر مهال جوړ او نافذ شوى، هېڅ نيمګړتيا نه لري او لا هم د تطبيق وړ دى.
مجاهد دغه موضوع نن په کابل کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې له خوا په جوړه شوې غونډه کې بيان کړه: «موږ د رسنیو پخوانی قانون مطالعه کړ، هیڅ نیمګړتیا یې نه درلوده، سربیره پردې اسلامي امارت [طالبانو حکومت] له رسنیو غواړي چې رسنۍ باید ملي ګټې، اسلامي ارزښتونه او ملي یووالی په پام کې ونیسي، که څه هم موږ ډاډه یو چې رسنۍ هم دې مسایلو ته پام کوي.»
هغه زیاته کړه: «اوس مهال د مرکز په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د رسنیو پخوانی قانون پلی کېږي او که کوم بدلون رامنځته کېږي، ټولو رسنیو ته به یې خبر ورکړو.»
د طالبانو د حکومت ویاند څرګنده کړه چې دوی پر رسنیو د هرې ډول سالمې نېوکې ملاتړ کوي؛ خو رسنۍ باید د «اوازو له خپرولو» ډډه وکړي. د ذبیح الله مجاهد په وینا رسنۍ د ولس غږ د دولتي چارواکو غوږونو ته رسوي، له همدې امله د طالبانو حکومت د رسنیو ملاتړ کوي.
په ورته وخت کې مجاهد ویلي، چې د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د څېړلو کمېسیون به هم له سره جوړ شي؛ څو د هغه څه مخه ونیول شي، چې هغه «غلط فهمي» وګڼله. د طالبانو د حکومت وياند په وينا، که کومه ستونزه رامنځته کېږي، د دغه کمېسيون له لارې به حل کېږي.
ذبيح الله مجاهد د تېر حکومت د رسنيو د قانون د عملي کېدو په اړه وويل، چې د رسنيو ازاد فعاليت په رسمیت پېژني او دولتي چارواکي د خبريالانو له فشار او ډارولو منع کوي؛ خو د طالبانو حکومت تر دې دمه لسګونه خبريالان په موقت ډول نيولي او هغوی سره له تاوتریخوالي ډک چلند شوې. په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت د استخباراتو ریاست پر ازادو رسنیو فشار راوړي چې د دې ادارې له لارښوونو سره سم د اوسني وضعیت د نیوکه کوونکو د بیانونو پر خپرولو بندیز ولګوي، که نه هغه رسنۍ چې له لارښوونو سرغړونه کوي، په جدي ډول به قانوني چلند ورسره وشي.

