کابل ۱۸ چنګاښ ۱۳۹۶
د افغانستان خبريالانو مرکز د ولسي جرګې تلوېزيون خبريال له خوا د يو راپور د خپرولو په تړاو د خپلې اندېښنې د څرګندولو تر څنګ؛ د رسنيزو سرغړونو او شکايتونو ته رسېدنې کميسيون څخه غواړي چې په جديت سره دې موضوع ته رسيده ګي وکړي.
دوه ورځې وړاندې د ولسي جرګې تلوېزيون خبريال نويد سلطاني له خوا د ټولنيزو رسنيو له لارې يو راپور خپور شوی چې د يو غير قانوني او غير مسلکي کار ښودونکی او د خبريالۍ له اخلاقو لېرې دی.
تازه د کابل پوليسو په هوټلونو کې د قيلون څخه د نه استفادې پروګرام پر لاره اچولی دی او په ښکاره سلطاني هم په همدې برخه کې د يو شمېر پوليسو سره تاج بېګم هوټل ته ننوتی او د هوټل مالک سره په غير مسلکي او توهينوونکي چلند غواړي خپل کار توجيه کړي او تر دې چې د هغه د عقايدو پلټنه هم شروع کړي.
په دې راپور کې ليدل کېږي چې په دې برخه کې د هوټل مالک هم د خبريال سره توهينوونکی چلند کوي چې د غندنې وړ دی؛ مګر د نافذ قانون له مخې هيڅ خبريال حق نه لري چې په غير قانوني شکل او په غير مسلکي طريقو سره راپور او يا خبر جوړ کړي.
د افغانستان د خبريالانو مرکز د اطلاعات او فرهنګ وزارت د رسنيزو شکايتونو او سرغړونو ته د رسېدنې کميسيون څخه غواړي چې دا موضوع جدي وڅاري او پايلې يې اعلان کړي.
راپور په دې ځای کې ليدلی شئ

