۱۲ عقرب ۱۳۹۴
کابل: د ولسي جرګې د ديني او فرهنګي چارو کميسيون د يو غير قانوني اقدام په ترڅ کې د هشت صبح، اطلاعات روز او جامعه باز ورځپاڼو مسؤلين ددغې جرګې په اړه د يو مطلب په نشرولو سره احضار کړي دي.
په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د اطلاعاتو اوکلتور وزارت ته په يوه مکتوب کې ويلي چې د ولسي جرګې د ديني او کلتوري چارو کميسيون د فيصلې په اساس، د اطلاعاتو او کلتور وزارت استازی او ددغو دريو ورځپاڼو مسؤل مديران بايد د عقرب په ۱۲د سه شنبه په ورځ د ياد کميسيون په ناسته کې حاضر شي.
ويل شوي دي چې دغه اشخاص د «ولسي جرګه د نفاق مظهر، د پارلمان منطق پارلمان دی که شخصي خلوت حيات» مضامينو د نشر په اساس احضار شوي دي.
د افغانستان خبريالانو مرکز ددغه غيرقانوني اقدام د غندلو په ترڅ کې د دريو واړو ورځپاڼو له مسؤلينو څخه غوښتي دي چې د ياد کميسيون په ناسته کې ګډون ونکړي او اجازه ورنکړي چې قانون جوړونکي په شخصي سليقوي عملونو قانون تر پښو لاندې کړي.
د افغانستان د رسنيو د عمومي قانون په اساس، له رسنيو څخه هر ډول شکايت بايد د رسنيو د عمومي کميسيون له لوري تعقيب شي.
له همدې اړخه د قانون وضاحت په پاملرنې هيڅ دولتي او غيری دولتي مقام يا بنسټ نشي کولی په خپل سري ډول د رسنيو مسؤلين يا خبريالان احضار کړي او هغوی ته سزه ورکړي.

